د اساسي قانون د تصویب۱۷ مه کلیزه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې ولمانځل شوه.

icoic_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۶:۲۸
030

په دغه غونډه کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ولی الله جلال ، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون په نادولتی موسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې دیپارټمنټ رییس محمد نادر علم او د یاد وزارت رییسانو او کارکونکو برخه اخیستې وه چی د یادشوي وزارت د کنفرانسونو په تالار کی جوړ شوي وه.

063

لومړی، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مالي او اداري معین ولی الله جلال د برخه والو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اوسنی اساسي قانون د سیمې یو له غوره اساسي قانون څخه دی او دا قانون باید په سمه توګه خوندي شي.

هغه زیاته کړه چې پدې قانون کې د اتباعو د حقونو خوندي کول او د حکمرانانو دندې په څیر مهم مسلې په روښانه او واضح ډول ثبت شوې دي.

030

ورپسې، په نادولتی موسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې دیپارټمنټ رییس محمد نادر علم د غونډې له تنظیم کونکو څخه مننه وکړه او د اساسي قانون د اهمیت او د اساسي قانون د اونۍ د لمانځلو په اړه یې خبرې وکړې او د نادولتی موسسو او ادارو د څارنې دیپارټمنټ او دا ورځ یې د افغانستان ټول ملت ته یې مبارکي وویل.

هغه د اوسني اساسي قانون او د هیواد د پخوانیو اساسي قانونونو تر منځ د اهمیت او توپیرونو په اړه خبرې وکړې او وویل چې دا قانون نه یوازې د هیواد په تاریخ کې بلکه د سیمې او نړۍ هیوادونو کې هم ځانګړی دی. هغه د کمېسیون د رول ، جوړښت ، دندو او صلاحیتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

په پایکې ، په نادولتی موسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې دیپارټمنټ رییس محمد نادر علم د کمېسیون میناتوری شوي اساسي قانون د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مالي او اداري معینیت ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی