د اساسي قانون د اونۍ لمانځلو لپاره غوره چمتووالی نیول شوی دی
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مسلکي او اداري چارو د همغږۍ غونډه چې د کمېسیون غړي او سرپرست ښاغلي ډاکټر عبدالله شفایي په مشرۍ جوړه شوې وه، د کمیسیون غړي او منشي قضاوتیار محمد عارف حافظ، د کمېسیون غړي ډاکټر سید أبوبکر متقی، د ډلهایزو رسنیو له لارې د کمېسیون رئیس قانونپوه محمد قاسم هاشمزي، د کمېسیون د دارالانشاء د چارو سمبالوونکي سید احمد ضیاء خلالي، د کمېسیون مقام د دفتر رئیس اسرار الله همدرد او د مقام حقوقي سلاکار عبدالحلیم معرفت الماس هم ګدون درلود.
په یاده ناسته کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ وسیلې کارولو پروسې، حقوقي نظریې په ځانګړي توګه د اساسي قانون د ۲۴مې او ۲۷مې مادې په اړه، د اساسي قانون د پوهاوي برنامو ترسره کولو لپاره د پروسې د ۱۸مې مادې تعدیل، د تېرو مصوباتو د پلي کولو پر څرنګوالي او د نورو متفرقه مسئلو په اړه بحث وشو.
لومړی د کمېسیون منشي ښاغلي قضاوتیار محمد عارف حافظ د تېرې غونډې د مصوباتو د پلی کېدو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ او په دې تړاو یې له اړوندو اداراتو څخه مننه وکړه.
همدارنګه د کمېسیون غړي ډاکټر سید أبوبکر متقي، د کمېسیون د مصوباتو د پلي کېدو په هکله خپل نظر وړاندی کړ او ویې ویل: هغو ادارو چې اساسي قانون په سم ډول پلي کړی دی د ستاینې وړ دي.
ورپسې، اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړیکو ډیپارټمنټ رئیس ښاغلي محمد ضیاء فرهمند غوڼدې ته د اساسي قانون د لمانځنې په تړاو راپور وړاندې کړ او د پرمختګونو په اړه یې زیاته کړه: د اساسي قانون چاپ او توزیع، کتابونه، د مېلمنون بلنلیک کارتونه، معلوماتي کڅوړې او د بل بورډونو نصبول او له ټولو مرکزي او ولایتي ادارو سره د اساسي قانون ښه لمانځل په سم ډولهمغږي شوې.
همداراز د معلوماتي ټیکنالوژۍ آمر عبدالمجید رهګذر، د معلوماتي ټیکنالوژۍ د تجهیزاتو کارولو د کړنلاړې په تړاو یوه پریزنټېشن غونډې ته وړاندې کړ او د یادې کړنلاړې د لابډای او نهایي کولو په اړه ګډونوالو هم خپل اندونه او اصلاحي وړاندیزونه ونه سپمول.
په پای کې د کمېسیون غړي او سرپرست ډاکټر عبدالله شفایی د یاد شویو مسائلو ارزونه وکړه او د ځینو مواردو د پلي کېدو له وجې یې مننه وکړه او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې خپلې دندې په سم شکل ترسره کړئ.
غونډه په هېوا کې د تل پاتې سولې په غوښتنې سره پای ته ورسیده.
