د اساسي قانون د تشريح او حقوقي مشورو ډيپارټمنټ
دغه ډيپارټمنټ د اساسي قانون د تشريح اړتياوو له تشخيص څخه د ډاډ ترلاسه کولو او د اساسي قانون له حکمونو څخه له سم تطبیق څخه د څارنې په موخه د حقوقي مشورو په موخه رامنځته شوی څو هغه ابهامات چې د اساسي قانون حکمونو تطبیقوونکيو بنسټونو کې رامنځته کېږي، د اساسي قانون د حکمونو د تفسير او حقوقي نظريو او مشورو په وړاندې کولو سره حل شي او په هېواد کې د اساسي قانون د لاښه حاکميت زمينه برابره شي. ياد ډيپارټمنټ د کميسيون د ستراټيژيکو موخو د تحقق په برخه کې زيات فعاليټونه ترسره کړي، چې دلته يې په لنډه توګه يادونه کېږي:
- له اساسي قانون څخه زېږنده مسايلو په اړه د جمهوري رياست مقام، د ملي شورا دواړو جرګو، قضائيه قوې، او د بشري حقونو، اداري اصلاحاتو او ټاکنو خپلواکو کميسيونونو ته د کميسيون د اختصاصي قانون پر بنسټ د ۹۰ نظريو او حقوقي مشورې چې د کميسيون د محترمو غړيو له تصويب وروسته اړوندو بنستونو ته استول شوي دي؛
- د « کميسيون د حقوقي تفسيرونو، نظريو او مشورو ټولګه ( ۱۳۸۹ ـ ۱۳۹۲ کلونه) )» تر سرليک لاندې تدوين شوې ټولګې د کميسيون د ۸۰ حقوقي، مشورتي او تفسيري نظريو راټولول؛
- د « اساسي قانون روزونکيو لهپاره د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون لارښودونه» تر سرليک لاندې په لومړي او دويمه برخه کې ( ۱۳۹۱ ـ ۱۳۹۲ کلونه) د لارښودو جزوو د ټولګو تدوين؛
- د حقوقي پوهې د پياوړتيا په موخه د کميسيون د مسلکي کارکوونکيو لهپاره په داخل خدمت بڼه د روزنيز پروګرام دايرول چې ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکيو په کې برخه اخېستې وه؛