په قضایی او عدلی ارګانونو کې د اساسی قانون سرغړونه کول

icoic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۹
06030

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د روان کال د مرغومی په ۲۷ مه نیته د قاضي محمد عارف حافظ د کمیسیون منشی په مشرۍ ، ډاکټر سید ابوبکر متقی  د کمیسیون غړي ، او د سترې محکمې ، لوی څارنوالی او د پلچرخي زندان استازو په شتون ناسته جوړه شوه.

لومړی ، په اجندا کې شامل موضوعاتو د شکمنو او مدافعینو قضیو ته د نه پاملرنې د قانونی معیاد سره سم ، د ځینو بندیانو نه خوشې کولو چې خپل بند یې بشپړ شوی، او په لومړي او دویم محکمو کې خوشې شوي افراد نه خوشې کول پورې اړوند مسلې باندی بحث وشو.

په تعقیب ،محمد فاروق فاکر د دولتی ادارو په کړنو د اساسی قانون له تطبیق څخه د څارني ډیپارتمنټ رییس د پلچرخي بندیانو ستونزو په اړه د دې ریاست د څارنی هیت راپور په ناسته کی هره اړخیز معلومات وړاندې کړ.

د دې ادارو استازو هم په یاد شوی مسلو بحث وکړ. او د ناسته په دوام کی پریکړه پر دی  شو چی کمیسیون د اړوندو ارګانونو سره د اساسی قانون د مادو د لا ښه تطبیق لپاره ناستې ته دوام ورکړي او د کمیسیون د موندنی څارنی کمیټې د بدخشان او بګرام زندان په اړه  راتلونکې غونډې ته وځنډول شو او پریکړه وشوه چی د لوی څارنوالی مقام ته د دوی د استازو نه شتون په ناسته کې شریک شی .غونډه د هیواد د خیر لپاره دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی