په افغانستان کې هیڅ قانون نشي کولای چی د اسلام د سپیڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي. 

icoic_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۰
03

دا خبره د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون غړی او منشی ښاغلي قضاوتیار محمد عارف حافظ د اساسي قانون د تصویب د ۱۷ مې کلیزې د لمانځغونډې کي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مطبوعاتو په تالار یادونه وکړ.

دا غونډه چي د اساسي قانون د تصویب د ۱۷مې کلیزې د لمانځلو په خاطر ترسره شوي وو ښاغلي قضاوتیار محمد عارف حافظ د کمېسیون غړی او منشي، ښاغلي ډاکټر امین الدین مظفری د سارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، رییسانو، آمرین او د دې وزارت نورو کارکونکو برخه اخیستې وه.

03

غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت د استاد قاري برکت الله سلیم لخوا سره پیل شو. ورپسې قضاوتیار محمد عارف حافظ د اساسي قانون د تصویب ۱۷ مي کلیزې لپاره د غونډه له تنظیم کونکو څخه مننه وکړه او د هیواد په قانوني نظام کې د قانون حاکمیت او د شرعیت حاکمیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: هغه څه چې د دوه لسیزو راهیسې د خلکو له سترګو بهر دي د دې دوه مسلو ترکیب دی ، پداسې حال کې چې د شرعي قانون اساس څلور اصول دي او په افغانستان کې د قانون حاکمیت د شرعي اصولو پر بنسټ ولاړ دی. "

د کمېسیون منشي د کنفرانس ګډونوالو ته د هیواد د اساسي قانون په لومړۍ ، دویمه ، دریمه او څلورمه ماده باندې هراړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: "په افغانستان کې هیڅ قانون نشي کولای چی د اسلام د سپیڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي." (د افغانستان د اساسي قانون دریمه ماده).

د غونډه په تعقیب ، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکی معین ډاکټر امین الدین مظفري د اساسي قانون د تصویب ۱۷ مې  کلیزې په مناسبت وینا وکړه او اساسي قانون یې ملي وثیقه وباله او دغه قانون یې په هېواد کې د قوانینو مور وبلله.

هغه د هیواد په بیلابیلو دورو کې د هیواد د اساسي قانون تاریخي نصاب په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د اساسی قانون ۶ ځانګړتیاوې چې په لاندې ډول دي: دین او مذهب څرګند اوسیدل، د تعدیل لهجه څرګند اوسیدل، د سیاسي ګوندونو فعالیتونه پیژندل،  د اسلام په ر ڼا کې د تعلیمي نصاب تالیف، د بیان ازادي او په اساسي قانون کې د اتباعو حقونو په ۱۳۸۲ کال اساسي قانون کي یادونه کړ. غونډه په هیواد کې د تل پاتي سولې په غوښتنه پای ته ورسید.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی