د کمېسیون رئیس او غړو د پوهنې وزارت له سرپرست او نوماند وزیر سره لیدنه وکړه

icoic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۶:۵۹
0101

د روان کال 1398 هجري لمریز کال د تلې په 24 مه نېټه؛ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي، د کمېسیون غړو هر یو: ډاکټر عبدالرؤوف هروي او ډاکټر سید ابوبکر متقي؛ د پوهنې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر او د دې وزارت له مشرتابه پلاوي سره د شته ستونزو او ننګونو؛ په ځانګړي ډول د اساسي قانون د 45 مې مادې د ښه تطبیق او پلي کولو باره کې خبرې اترې وکړې.

0001

له هر څه وړاندې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون رئیس؛ د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي ته هرکلی ووایه او د کمېسیون په غونډه کې یې د دوی د ګډون کولو څخه مننه وکړه او بیا یې د غونډې ګډونوالو ته د اساسي قانون پر تطبیق د څار د میکانیزم په ارتباط معلومات ورکړل.

له اجنډا سره سم په نادولتی مؤسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ رئیس؛ ښاغلي محمد نادر علم د اساسي قانون د 45 مې مادې مطابق په ځینو خصوصي دارالعلومونو او مدرسو کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب نه پلي کیدل او د دې تر څنګ یې د دې مادې هغه موارد چې نقض کړی شوي وو؛ یادې ناستې ته ور په ګوته کړل او پدې اړوند په غونډه کې پرې تفصیلي بحث وشو.

0000909

وروسته له دې د پوهنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر؛ ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون له مشرتابه غړو څخه د غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او د یادو ستونزو د حل په موخه یې تفصیلي وینا وکړه، په ځانګړي ډول یې د اساسي قانون د 45 مې مادې د پلي کیدو ژمنه تازه کړه. سربیره پر دې داساسي قانون د 45 مې مادې د ښه تطبیق او پلي کولو په موخه کمېسیون هم له یاد وزارت سره د هر ډول مرستې کولو ډاډ ورکړ او پدې برخه کې یې له یو بل سره د اوږه په اوږه کار کولو ژمنتیا وښوده.

د دې تر څنګ د کمېسیون غړو او د مسلکي ډیپارټمنټونو رئیسانو له لوري هم ځینې پوښتنې مطرح شوي، چې د پوهنې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر له اړخه ورته د قناعت وړ ځوابونه ارائه کړی شول.

د ناستې په پای کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټرمحمد قاسم هاشمزي یو ځل بیا د پوهنې وزارت له سرپرست او نوماند وزیر څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د مدرسو، ښونځیو او دارالعلومونو په درسي نصاب د اساسي قانون احکام باید په سمه معنی سره پلي شي، څو د افراطیت او ګډوډیو مخنیوی وشي او د دې ټولو تر اړخ باید د کمیت پر ځای کیفیت ته ډیره پاملرنه وشي.

0102

غونډه د پوهنې سرپرست او نوماند وزیر ته د دې کمېسیون د لوګو په ډالۍ کولو، هیواد او هیوادوالو ته د خیر او برکت په دعاء کولو سره پای ته ورسیده.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۱:۲۱
Background image

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون کې غونډه وشوه

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون غوڼده د روان کال 1398 د تلې د میاشتې په 28 مه نېټه؛ د کمېسیون د رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۶:۵۹
Background image

د کمېسیون رئیس او غړو د پوهنې وزارت له سرپرست او نوماند وزیر سره لیدنه وکړه

د روان کال 1398 هجري لمریز کال د تلې په 24 مه نېټه؛ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي، د کمېسیون غړو هر یو: ډاکټر عبدالرؤوف هروي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۹:۳۰
Background image

خبر

خبر

بیا په خبرونه کی