د کمیسیون موندنې: د مالیې وزارت لخوا د اساسي قانون د 42 مادې سرغړونه
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون د روان کال د مرغومی په ۲۷مه نیته د ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي د کمیسیون رئیس په مشرۍ ،ښاغلي قاضي محمد عارف حافظ د کمیسیون منشي، ډاکټر سید ابوبکر متقي د کمیسیون غړ، ښاغلی داکتر عبدالله شفایی د کمیسیون غړ، ښاغلي حبیب الله امین اندر د مالیه ورکونکو رئیس ، ښاغلي نثاراحمد حنفي د ابن خلدون پوهنتون رئیس ، ښاغلي محمد نادرعلم په نادولتي موسسو کې د اساسی قانون د تطبیق د څارنې ډیپارتنمټ رییس په کمیسیون کې ناسته جوړ شو.
لومړی ، د آجندا په اړوند مسایلو چی د اساسي قانون ۴۲ مادې سره سم د پوهنتون د استادانو او د لوړو زده کړو د موسسو د معاشونو د مالیی څرنګوالي په اړه بحثونه وشول.
محترم قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي د اساسي قانون د ۴۲ مې مادې په اړه ګډونوالو ته څرګنده وکړ او یادونه وکړل چی: د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د اساسی قانون د احکامو د پلی کیدو او مراعاتولو لپاره د اساسي قانون د ۱۵۷ مادې سره سم جوړ شوی ده چی د اساسی قانون د مادو څخه څارنی واک لري له همدی امله د اساسی قانون سره د سرغړونو موندل د کمیسیون دنده ده.
محترم قاضي محمد عارف حافظ د کمیسیون منشي او غړي ، د اساسی قانون د ۶۰ مه مادی د مالیي قانون په اړه روښانه وینا وکړه او د مالیې وزارت له محترم استازي څخه یې وغوښتل چې د اساسي قانون د۴۲ مادې سره سم د خصوصي پوهنتون د استادانو د مالیې وضع روښانه کړي.
د مالیې وزارت د مالیې ورکوونکو رئیس ښاغلي حبیب الله امین اندر ، د مالیې وزارت محترم مقام د لارښوونو سره سم د کمیسیون رئیس او غړو ته د عایداتو د مالیې د ورکړې په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې ، د ابن خلدون پوهنتون رییس ښاغلي نثار احمد حنفي د پوهنتون د استادانو د معاشونو د مالیې په اړه یادونه وکړه ، چې د مالیې وزارت د محترم مقام له لارښوونو سره سم ترلاسه شوي دي.
ښاغلی نادر عالم د دیپارتمنټ رییس غونډې په جریان کې ، د دې ادارې نظارت موندنې د یاد شوی پوهنتون استادانو حقوق څخه د اساسي قانون سره سم ،د کمیسیون رییس او غړو ته پراخه معلومات چمتو کړل.
په پای کې ، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د مالیې وزارت لارښوونې د اساسي قانون د۴مادې سره په خلاف دبالل او یادونه وکړه چی د پوهنتون د استادانو او خصوصي مؤسسو د معاشونو لخوا برابر شوي هر ډول مالیه ، د قانون د احکامو ناسته د هیواد د خیر دعا سره پای ته ورسید.
