د کابل ولایت د مقام او د کابل ولایت د پوهنې ریاست له استازیو سره د کمېسیون د همغږۍ ناسته ترسره شوه

icoic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۰:۳۱
0100

د روان 1399هـ ل کال د زمري د میاشتې په 22 مه نېټه، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د سرپرست او غړي ښاغلي ډاکټر عبدالله شفایي په مشرۍ او د اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړیکو ډیپارټمنټ رئیس ښاغلي محمد ضیاء فرهمند، د کابل ولایت د مقام او د کابل ولایت د پوهنې ریاست د استازیو په ګډون د کمېسیون په تالار کې د اساسي قانون د حکمونو څخه د پوهاوي او توزېع په تړاو د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

02

د کمېسیون سرپرست او غړي ښاغلي ډاکټر عبدالله شفایي د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي او ښه راغلاست ترڅنګ د اساسي قانون احکامو څخه د پوهاوي او د اساسي قانون د توزېع او وېش په تړاو زیاته کړه: "په حقیقت کې د اساسي قانون حکمونو څخه د ټولنې وګړو ته پوهاوی ورکول د کمېسیون له مسلکي او اړینو چارو څخه دی او د هېواد اوسنیو شرائطو ته په کتو اساسي قانون د دښمنانانو په مقابل کې یواځنی سنګر او مرچل دی.

د ډیمکراسۍ اصل، یا د وګړو د رأیو په بنسټ جوړ شوی نظام د اساسي قانون د مهمو اصولو څخه دی، د حکومت له لوري طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر مهال باید په پام کې ونیول شي او هیله لرم چې دغه ارزښتونه له پامه ونه غورځول شي  او دا چې د حکومت مشروعیت د وګړو د عمومي رأیو په بنسټ منځ ته راغلی باید چې په پام کې ونیول شي؛ اساسي قانون د پرمختللې ټولنې ارزښتونه، پرمختګ او د وګړو په خوښه منځ ته شوې ټولنه تأمینوي"

030

ورپسې ښاغلي محمد ضیاء فرهمند د کابل ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې د اساسي قانون د حکمونو څخه د پوهاوي او وېشنې په تړاو د پلان ورستۍ چارې بشپړې کړې او پدې اړوند یې یادې ناستې ته هر اړخیزه معلومات ورکړل.

په همدې ترتیب له اجنډا سره سم د کابل ولایت د سکټـور رئیس ښاغلي محمد سانک عبدالرحیمزي وینا وکړه او ویې ویل: اساسي قانون د نورو قوانینو مور ده، له اساسي قانون څخه پوهاوی او توزېع یې په ټولو سکټورونو کې یوه اړینه او ضروري چاره ده، څو د اساسي قانون له حکمونو څخه ټول وګړي پوهاوی ترلاسه کړي، همدارنګه نوموړي د اساسي قانون د توزېع په اړه هم د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

همدارنګه د کابل ولایت د پوهنې ریاست د نشراتو لوی مدیر ښاغلي علي خوشحال زاده هم له اجنډا سره سم وینا وکړه او د کابل ولایت د پوهنې ریاست په استازولي یې د اساسي قانون د حکمونو څخه د پوهاوي ورکولو په تړاو د هر ډول همکاریو ژمنه له کمېسیون سره وکړه.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی