د وزارتونو او دولتي ادارو د پراختیایی پروژو په اړه د پوهاوي ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې د ولسمشرۍ ریاست دفتر سره جوړه شوه

icoic_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۵
101

دا مجازی ناسته (ویډیو کنفرانس) د ډاکټر محمد هارون ستانکزي د قوانینو د مطالعې او له اساسي قانون سره د هغو د تناقضاتو موندلو ډیپارټمنټ رییس، د ولسمشرۍ عالي مقام د حکمونو او لارښوونو تعقیب رییس، د ولسمشرۍ عالي مقام مشاوریت، د ولسمشرۍ د حقوقي او تقنیني چارو رییس، د وزارتونو مسوؤلین او  دولټی ادارو چارواکو سره د ۱۴۰۰ مالي کال د پراختیایی پلانونو په اړه معلومات چمتو کول لپاره ترسره شوه.

لومړی ، د ولسمشرۍ عالي مقام د حکمونو او لارښوونو تعقیب رییس د غونډې د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او د وزارتونو او ادارو ټولو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د دویمې ربع (وړی، غویی،غبرګولي) پرمختیايي پروژو پرمختګ په اړوند ادارو کې د ولسمشرۍ چارو د دفتر ریاست ته خبر ورکړي.

ورپسې د ولسمشرۍ  مقام سلاکار د پراختیایی برنامو لپاره د معلوماتو راټولولو فارمت په اړه معلومات وړاندی کړ او د وزارتونو او ادارو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ولسمشرۍ چارو د عمومي ریاست لخوا چمتو شوي فارمت سرهسم خپل معلومات د دفتر سره شریک کړي.

ورپسې ډاکټر محمد هارون ستانکزي د قوانینو د مطالعې او له اساسي قانون سره د هغو د تناقضاتو موندلو ډیپارټمنټ رییس د ویډیو کنفرانس له تنظیم کونکو مننه وکړه او ویې ویل چې دا کمېسیون ژمن دی چې د خپلو پراختیایی پلانونو په اړه ځواب ووایی او معلومات وړاندې کړي او ژر تر ژره د ۱۴۰۰ مالي کال پراختیایی پلان  د څرنګوالي په اره د جوړ شوی فارمت سره سم خپل پلان د ولسمشرۍ چارو عمومي ریاست ته وړاندی کړي .

همدارنګه په دا غونډه کې ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ژمنه وکړه چې د چمتو شوي فورمې سره سم به خپل راپورونه وړاندي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی