د اوبو د چارو په اداره کې د اساسي قانون پوهاوي په اړه سیمینار جوړ شو.

icoic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۹
01001

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د اوبو د چارو ادارې سره په همکارۍ ، دوشنبی د کب په ۱۲ مه نیته "د افغانستان د اساسي حقونو او اساسي قانون د بیاکتنې" د سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار  د اوبو د چارو اداری په تالار کی جوړ کړ.
په دا سمینار کې ، ډاکټر عبدالرووف هروي د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون غړی ، ښاغلي محمد عارف الیاسي د اوبو د چارو د ادارې د کورنی تفتیش رییس ، ښاغلي محمد ضیا فرهمند د اساسي قانون څخه د پوهاوی او عامه اړیکو دیبازټمنټ د  رییس او د اداری یو شمیر کارکونکو یې برخه درلود.سیمینار د کلام الله مجید آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

01011

 بیا د اوبو د چارو د ادارې د کورني تفتیش رییس ښاغلي محمد عارف الیاسي د اساسي قانون پر تطبیق د څارنیخپلواک کمیسیون چارواکو څخه د دې سیمینار د ترسره کولو هرکلی وکړ او د اساسي قانون او د خلکو د اساسي حقونو د بیاکتنې په هکله  د اوبو د چارو اداری رییس ښاغلی انجینرخان ټکل پیغام خبر قرائت کړ او زیاته کړ:

اساسي قانون یو ملي وثیقه دی چې د قانون حاکمیت ، ټولنیز عدالت ، د آزادیو خوندي کول ، د دولتي دندو جلا کول ، د بیان د آزادۍ حق او د زده کړي حق او د ټولو اتباعو لپاره د کار کولو زمینه برابروي. او وویل چی د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د خپلو نورو فعالیتونو سره په ګډه په دولتي ادارو کې د اساسي قانون پوهاوی سیمینارونه تنظیمول سره د اساسی قانون فرهنګ بنسټیز کول خپل ماموریت په هیواد کی ترسره کړی دي.

ورپسې ، ډاکټر عبدالرووف هروي د اساسي قانون د ساتن کونکی په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "اساسي قانون یو ملي وثیقه او په یو هیواد کې ترټولو عالي او قانوني سند ده چې د دولت ټول دولتي جوړښتونه ، دندې او د دری ګانی ځواکونو وړتیاوې او د وګړو اساسی حقونو په کی شامل دی.

همدارنګه هغه په ​​نړۍ کې د اساسي قانون ساتن کونکو په نړی کی هم لنډې خبرې وکړ او زیاته کړ چی دوه میتودونه شتون لري: چی یوه یې سیاسي او بله یې د قواوو له تفکيک وروسته پلی او اعمال  کول د اساسي قانون د ساتنې قضایي میتود دی چی دا نهادونه دڼده لری چی د حکومت په دریو قواوو کې د اساسي قانون هر ډول سرغړونې مخنیوی وکړی. ډاکټر هروي دا هم په ګوته کړه چې په اساسي قانون کې دوه اصلونه تعدیل کیدلی نشي ، یو یې اسلامیت کوم چې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت اسلام سپیڅلی دین دی ، او بل یې جمهوري نظام دی چیرې چې افغانستان یو خپلواک ، متحد او نه بیلیدونکی حکومت دی.

21021

ورپسې ، محمد ضیا فرهمند د اساسی قانون د پوهاوی او عامه اړیکو دیپارټمنټ رییس د دولت او حکومت په اړه د افغانستان په اساسي قانون کی معلومات وړاندې کړل او د حکومت پر اجزاو او د دولت وړتیاوې او دندې  په اساسی قانون کی هره اړخیز بحث وکړ.

01001

همداشان زیاته کړه: "حکومت هماغه اجرایوي ارګان دی ، چې د وزیرانو څخه جوړ دی چې د جمهور رییس د مشرۍ لاندی کار کوي ، د وزیرانو شمیر او دڼده د قانون له مخه جور کیژی. سربیره پردې ، د عامه نظم ساتل ، تامینول او د اداري فساد له منځه وړل د دولت دنده ده ،  او جمهور رییس د اساسي قانون د ۶ او ۷ مه مادې سره سم د قانونی فرمانونو صادرول واک لري او د اساسي قانون د ۷۶ مه مادې سره سم ، حکومت د هیواد د سیاست او د اساسي کرښو د تطبیق او د خپلو وظیفو د تنظیمولو لپاره مقررات وضع او تصویبوي. دا مقررات باید د هیڅ قانون له نص یا روح سره مناقض ته وی.

بیا ، ښاغلی لطف الله رحیمی د اساسی قانون د پوهاوی او عامه اړیکو دیپارټمنټ متخصص د اتباعو د اساسي حقونو په اساسي قانون کی خبرې وکړې او د اساسی قانون د دویم فصل په اړه برخه اخیستونکو ته معلومات وړاندی کړ.

  

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د اوبو د چارو په اداره کې د اساسي قانون پوهاوي په اړه سیمینار جوړ شو.

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د اوبو د چارو ادارې سره په همکارۍ ، دوشنبی د کب په ۱۲ مه نیته "د افغانستان د اساسي حقونو او اساسي قانون د بیاکتنې" د سرلیک لاندې یو ورځنی. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون غونډه جوړه شوه

د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون د روان کال د کب په ۱۱ مه نیټه د  کمیسیون رئیس ښاغلی قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمیسیون غړو په ګدون غونډه جوړه کړه.

لومړی،. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون غونډه جوړه شوه

د اساسي قانون پرتطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د روان کال د کب په څلورمه نیته د  کمیسیون مشر ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمیسیون غړو په ګدون غونډه جوړه کړه.

لومړی ، د کمیسیون. . .

بیا په خبرونه کی