د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون کې غونډه وشوه

icoic_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۱:۲۱
0102

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون غوڼده د روان کال 1398 د تلې د میاشتې په 28 مه نېټه؛ د کمېسیون د رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په ګډون د غونډو په تالار کې تر سره کړه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې په لنډه توګه د کمېسیون د منشي له خوا د تېرو مصوباتو د پلي کېدو پر څرنګوالي رڼا واچوله او د اساسي قانون د احکامو مطابق د جوړې شوې اجنډا د موضوعاتو اړوند په یاده ناسته کې هر اړخیزه بحث وشو.

0102

لومړی د اجباري نظامي خدمتونو قانوني طرحه چې د قوانینو د څیړنې او پراختیا ډیپارټمنټ له خوا غونډې ته وړاندې شوې وه؛ په یاده غونډه کې تصویب او پر دې پرېکړه وشوه چې د اساسی قانون د 55 مې مادې د ښه تطبیق او پلي کولو او د راتلونکو ګامونو لپاره عدلیې وزارت، د ملي امنیت شوری، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ته رسمي لیکونه واستول شي.

د ملي شوری له خوا د حکومت پر کړنو د څار میکانیزم  د طرزالعمل ځانګړې طرحې د تقوې لپاره چې د پلان آمریت له خوا غونډې ته وړاندې شوې وه؛ واورېدل شوه او پرېکړه پر دې وشوه چې نوموړې طرحه له کمېسیون سره کوم تړاو نه لري.

د غونډې په جریان کې د اساسي قانون د 31 مې مادې د نقض په اړه د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې وړاندیز غونډې ته واورول شو او پرېکړه پر دې وشوه چې د موضوع د څیړنې او مستند کولو لپاره د دولتي ادارو په کړنو د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډيپارټمنټ هر اړخیزه هلي ځلي وکړي.

ورپسې د اساسي قانون د تشریح او حقوقي مشورو ډیپارټمنټ له لوري د اساسي قانون د 79 مې مادې اړوند حقوقي نظریه؛ غونډې ته وړاندې شوه، په یاده ناسته کې په همدې موضوع له بحث کولو وروسته پرېکړه وشوه چې د 3 مې  مصوبې په تعقیب او د اساسي قانون د 79 او 97 مادو او همدارنګه 90 مې مادې په نظر کې نیولو سره د نوموړې حقوقي نظریې بیا کتنه وشي او د تصویب لپاره دې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.

په پای کې د ولسي جرګې د احالې په اړه چې  په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له خوا کمېسیون ته راجع شوې وه؛ د اساسي قانون د ۱۰ مې مادې د تفسیر په اړه بحث وشو، دا چې موضوع د اساسي قانون د تشریح او حقوقي مشورو ډیپارتمنټ پورې اړه درلوده، د غونډې د رهبرۍ له لوري یاد ډیپارټمنټ ته دنده وسپارل شوه، چې د اساسي قانون د احکامو په رڼا کې د اساسي قانون د 10 مې مادې اړوند د تفسیر نظریه چمتو کړي او د تصویب لپاره دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی شي.

غونډه هیواد او هیوادوالو ته د خیر او برکت په دعاء کولو سره پای ته ورسیده.

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۱:۲۱
Background image

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون کې غونډه وشوه

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون غوڼده د روان کال 1398 د تلې د میاشتې په 28 مه نېټه؛ د کمېسیون د رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۶:۵۹
Background image

د کمېسیون رئیس او غړو د پوهنې وزارت له سرپرست او نوماند وزیر سره لیدنه وکړه

د روان کال 1398 هجري لمریز کال د تلې په 24 مه نېټه؛ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي، د کمېسیون غړو هر یو: ډاکټر عبدالرؤوف هروي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۹:۳۰
Background image

خبر

خبر

بیا په خبرونه کی