د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مسلکي او اداري چارو د همغږۍ غونډه نن جوړه شوه

icoic_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۷:۳۷
101

غونډه د کمېسیون سرپرست او غړي ډاکټر عبدالله شفایی په مشرۍ، قاضي محمد عارف حافظ د کمېسیون غړی او منشي،  ډاکټر سید ابوبکر متقي د کمېسیون غړي، سید احمد ضیا خلالي د کمېسیون د دارالانشاء  ریاست چارو سمبالوونکي، اسرار الله همدرد د مقام دفتر رییس، څارنیال عبدالحلیم معرفت الماس د کمېسیون حقوقی مشاور په ګدون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د کمېسیون د پلان شاخصونو د تطبیق د نظارت میکانیزم په اړه ، د ۱۳۹۹ مالي کال د کمېسیون د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه راپور ، په ۱۴۰۰ مالي کال کې د مسلکي او اداري څانګو عمومي پلان او کاري پلانونه، د کمېسیون د دندو په اړه د مستند فلم ښودل، د مالي او تدارکاتي د تطبیق ننګونې او ستونزې او  نورو متفرقي موضوعات د کمېسیون د غړو ترمنځ بحث وشو.

101

لومړی ، د کمېسیون غړو د اساسي قانون د تصویب د ۱۷ مې کلیزې چې د اساسي قانون د تصویب د اونۍ په جریان کې  لمانڅغونډه چی د کمېسیون، دولتي او غیر دولتي ادارو لخوا تنظیم شوی و مننه وکړه او وویل چې سږکال د اساسي قانون د تصویب اونۍ په جلا ډول ولمانځل شو.

ورپسې قاضي محمد عارف حافظ د کمېسیون غړی او منشي د کمېسیون غړو ته د تیرو مصوباتو د پلي کیدو په اړه راپور وړاندې کړ او د پریکړو په پلي کیدو یې خوښي څرګنده کړه.

د اجنډا سره سم، د پلان، نظارت او بهرنیو اړیکو آمر محمد ظریف عباسي ، د کمېسیون پلان شاخصونو پلي کولو څارنی میکانیزم، عمومي پلان او د ۱۴۰۰ مالي کال مسلکي او اداري څانګو عمل پلانونه وړانډی کړ او په اصولو کې د غړو لخوا تصویب شوې.

د غونډې غړو د ۱۳۹۹ کال کې د کمېسیون د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د راپور مسودې په تړاو د اصلاحاتو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.

په پاي کې د کمېسیون غړو  د کمېسیون د لاسته راوړنو او فعالیتونو مستند فلم لیدو وروسته خپل نظریات وړاندی کړل .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی