د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون کتابتون نن پرانیستل شو

په غونډه کې چې د کتابتون پرانیستل په مناسبت جوړه شوې وه د کمیسیون غړی او سرپرست ډاکټر عبدالله شفایی، قاضي محمد عارف حافظ د کمیسیون غړی او منشي، ډاکټر سید ابوبکر متقي د کمیسیون غړي، سید احمد ضیا خلالي د کمیسیون دارالانشاء سمبالوونکی، د مقام د دفتر رییس، د مسکلي څانګو رییسان او د مقام حقوقي سلاکار شتون درلود.
لومړی، د کمیسیون لوړپوړي چارواکي په کمیسیون کې د کتابونو، لوستلو او د کتابتون شتون په اړه خبرې وکړې او د کتابتون پرانستل د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون د لوړپوړي چارواکي او کارمندانو یوه لویه لاسته راوړنه ده. دا کتابتون د دې کمیسیون کارکونکو ته ښه فرصت او زمینه برابروي چې د مطالعه او د لوستلو فرهنګ ته وده ورکړي او د پوهې ترلاسه کولو او د څیړنې ساحه هم اسانه کړي.
د کمیسیون غړو د دې کتابتون د تجهیز او پرانستلو لپاره د کمیسیون د دارالانشاء له سمبالوونکي څخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د دغه کتابتون د بډای کولو لپاره هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې پدې کتابتون کې په بیلابیلو برخو کې شاوخوا زر زره کتابونه شتون لري چې ډیری یې د کمیسیون د لوړپوړي چارواکي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د قانون حاکمیت لپاره د حمیده برمکي انستیتوت لخوا دغه کتابتون ته ډالۍ شوي دي.