د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون غونډه جوړه شوه
د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون د روان کال د کب په ۱۱ مه نیټه د کمیسیون رئیس ښاغلی قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمیسیون غړو په ګدون غونډه جوړه کړه.
لومړی، د کمیسیون منشی د تیرو مصوباتو د پلي کېدو پرڅرنګوالی په لنډه توګه معلومات وړاندی کړل او د آجنډا په اړوند مسئلو د کمیسیون د کارکوونکو د رسمي سفرونو په کړنلارې هراړخیز بحث وشو او پریکړه وشوه چی دا کړنلارې د پلان،څارنی، ارزونې او بهرنیو اړیکو آمریت ته واستول شي چی په هېواد کې د نافدو قوانینو او مقرراتو سره سم څیړل شي او د تصویب لپاره راتلونکی غوڼدې ته وړاندې شي.
د کمیسیون نن ورځی د آجنډا سره سم د ۱۳۹۹ مالی کال پلان او د عمل پلانونه(Action Plans) چې د پلان،څارنی، ارزونې او بهرنیو اړیکو آمریت له خوا جوړ شوی وه بحث وکړ او تائید ته ورسید او پریکړه وشوه تر څو د ۱۳۹۹ مالی کال عمومی پلان د کمیسیون د مقام منظوري څخه وروسته د کمېسیون ټولو مسلکی او اداری څانګو ته نقل شي او د کمیسیون مسلکي او اداري څانګو د پلان په پلی کېدو په اړه لازم ګامونه واخلي او د اهدافو و لاسته راوړنې او د هغی د فعالیتونود پلی کېدو په اړوند څانګی ته راپور ورکړی.
همدارنګه پلان ، څارنې ، ارزونې او بهرنیو اړیکو آمریت توظیف شو ترڅو د کمیسیون تصویب شوي پلان د پالیسی، څارنې او څیړنې معاونیت د جمهوري ریاست د مقام دفتر ته واستول شي او د دوی د پوهی ډاډ ترلاسه کړي.
په تعقیب ، حقوقی نظریی چي د اساسی قانون د تشریح او حقوقي مشورو ډیپارټمنټ له خوا د دولتی لوړپوړو چارواکو معرفی کول لوی څارنوالۍ ته د ولسي جرګې لخوا د اساسی قانون د احکامو او د نافذه قوانینو په رڼا کې بحث وشوه چی یاده شوې مسوده د اساسي قانوند احکامو په رڼا کي معلوماتو ته د لاسرسي قانون، د رسنیو قانون د ولسي جرګې د کورنیو چارو د قواعدو او اصولو، د عالي پلټنې ادارې او د کمیسیون د تېرو نظرونو مستندول او د غړو د نظرونو ترلاسه کولو وروسته د ډیر بحث لپاره راتلونکې غونډې ته وړاندې شي. غوڼده په هیواد کې د دائمی سولی غوښتلو سره پای ته ورسیده.
