د اساسي قانون پر تطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون غونډه جوړه شوه
د اساسي قانون پرتطبیق د څارنی خپلواک کمیسیون د روان کال د کب په څلورمه نیته د کمیسیون مشر ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ او د کمیسیون غړو په ګدون غونډه جوړه کړه.
لومړی ، د کمیسیون منشی د تیرو مصوباتو د پلی کیدو پرڅرنګوالی په لنډه توګه معلومات وړاندی کړل او د آجندا په اړوند مسلو د اساسی قانون د احکامو په رڼا کی هر اړخیزبحث وشو.همدارنګه د آجندا په اړوند مسلو د پلټنې عالي اداره قانون مسوده په اساس هره اړخیز بحث وشو او پریکړه وشوه چې کمیسیون خپل نظرونو د اساسی قانون د احکامو په رڼا کی دویم معاونیت او عدلیی وزارت ته د مکتوب په ترڅ واستوي.

د کمیسیون د څارنی موندنې د بګرام زندان څخه د دولتي ادارو په کړنو د اساسی قانون له تطبیق څخه د څارني ډیپارتمنټ له خوا غوڼده ته وړاندی شو،او پریکړه وشوه چی د کمیسیون څارنیز موندنی د مکتوب په ترڅ لوی څارنوالی سره شریک شی او له اړوندو ادارو څخه بلنه کیژی تر څوپه زندانونو کی د اساسی قانون د لا ښه تطبیق لپاره حل لارې موندل لپاره غور وکړی.

په تعقیب ، د احتکار د ځینی قوانینو احکامو تعدیلول چی د څیړنې او پراختیا ریاست لخوا غونډې ته وړاندی او په غوڼده کی واوړیدل شو او پریکړه وشوه چی دا قانون د تعدیل لپاره باید عدلیې وزارت ته واستول شي.

همدارنګه د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش او څارنی کمیسیون مکتوب په اړه په غونډه کې بحث وشو او پریکړه وشوه چی د یاد شوی مکتوب په اړوند کې د کمیسیون سره همکاري وشی.
غوڼده د هیواد د خیردعا سره پای ته ورسید.
