د اساسي قانون د ۱۷ مي کلیزي لمانځغونډي ارزوني په اړه نن غونډه جوړه شوه
غونډه د کمیسیون د غړي او د اساسي قانون د اونۍ د لمانځلو د مرکزي کمیټې رییس ډاکټر سید ابوبکر متقي په مشرۍ، سید احمد ضیا خلالي د کمیسیون دارالانشاء سمبالوونکی، د کمیسېون د مقام د دفتر رییس، د مسکلي ډیپارټمنټونو رییسان، د مقام حقوقي سلاکار او د اساسي قانون اونۍ د لمانځلو د فرعي کمیټو رییسان په شتون د کمیسیون د کنفرانسونو په خونه کې جوړه شوه.
پدې ناسته کې د کمیسیون او دولتي ادارو د اساسي قانون اونۍ د لمانځلو ، د نورو ادارو مراسمو ته د کمیسیون د ټاکل شوي استازو راپور وړاندې کول، د تدارکاتو پروسې ستونزې او د اسنادو طی مراحلول، او د کمیسیون کارکونکو تشویق او ترغیب د څرنګوالیپه اړه بحث وشو.
لومړی، ډاکټر سید ابوبکر متقي د کمیسیون غړي او د اساسي قانون اونۍ د لمانځلو د مرکزي کمیټې رییس د اساسي قانون اونۍ په جریان کې د کمیسیون او نورو دولتي ادارو لخوا د اساسي قانون د تصویب په۱۷ مې کلیزه کې د لمانځغونډو د څرنګوالي په اړه خپلې موندنې شریکې کړ او خپلي موندلي د غونډي ګډونوالو سره شریکه کړه.
د اساسي قانون د اونۍ د لمانځلو لپاره د مرکزي کمیټې رییس وویل هغه همکاران چې د انټرکانټینینټال هوټل کې د اساسي قانون د اونۍ په لمانځغونډه کې د کمیسیون لخوا تنظیم شوي وه ډیر کار وکړ او خپلي دڼده په ښه توګه ترسره کړ، د اړونده څانګې تحلیل او ارزونې وروسته دوی به وستایل شي.
ډاکټر متقي زیاته کړه هغو ادارو چي د ولسمشرۍ عالي مقام د ۱۸۳ فرمان د ۱۶/ مرغومی/ ۱۳۹۵ نیټه په اړه د اساسي قانون د اوني د لمانځلو پلی نه دي کړي د دوی نومونه د ولسمشرۍ عالي مقام او د هیواد رسنیو ته واستول شي
همدارنګه، د اساسي قانون د اونۍ د لمانځلو د مرکزي کمیټې رییس د استازو راپورونو او موندنو ته چې د نورو ادارو په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه او د اساسي قانون د اونۍ د یاد کمیسیون لپاره د فرعي کمیټو مسؤلینو اړوندو څانګو ته مثبت او منفي ټکي واورېدل او اړوند څانګو ته هدایت وړکول شو چي د فعالیتونو قوي ټکي ارزونه وکړئ ترڅو هغه کارکونکو چې کارونه غوره ترسره کړي د ستاینې وړ وګرځي.
په پای کې، ډاکټر سید ابوبکر متقي د کمیسیون غړي او د اساسي قانون اونۍ د لمانځلو د مرکزي کمیټې رییس مسلې یې په ګوته کړ او ویې ویل چې دا کال د اساسي قانون له اونۍ څخه په جلا ډول ولمانځل شو او هغه د کمیسیون له ټولو کارکونکو او مشرتابه څخه چي د اساسي قانون د تصویب په اونۍ کي چي دیر زحمت یې ایستلي مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د اساسي قانون او د اساسي قانون تصویب اونۍ ته درناوی ته دوام ورکړي
