د اساسي قانون د تصویب ۱۷ مه کليزه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې ولمانځل شوه

په دې ناسته کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنایعو او سوداګرۍ معین عبدالکریم ملکیار، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون په نادولتی موسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ رییس محمد نادر علم، د یاد وزارت رییسان او کارکونکو ګډون جوړ شوه.
لومړی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین عبدالکریم ملکیار د غونډې برخه والو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې اوسنی اساسي قانون د اسلام د سپیڅلي دین له ارزښتونو سره ښکلی دی او داسې کومې قضیې شتون نلري چې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
ورپسې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون په نادولتی موسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ رییس محمد نادر علم د غونډې د تنظیم کونکو څخه مننه وکړه او د اساسي قانون د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې او د اساسي قانون د تصویب اونۍ د افغانستان ټول ملت ته یې مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه چې په نورو هیوادونو کې د اساسي قانون څخه د څارنې لپاره د اساسي قانون شورا او یا هم د اساسي قانون محکمه شتون لري او په افغانستان کې د دریو څانګو د کړنو د نظارت ، ساتنې او پلي کولو دنده کمېسیون ته ورکړل شوې ده. همدارنګه د قوانینو سره د تناقضاتو ترلاسه کول چې د مقننه ، قضایه او اجرائیه قوې لخوا کمېسیون ته راجع کیږي د دي کمېسیون لخوا تفسیر کیږي.
هغه د کمېسیون د رول ، جوړښت ، دندو او صلاحیتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
پدې پای کې ، په نادولتی موسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ رییس محمد نادر علم د کمېسیون میناتور شوي اساسي قانوند یاد وزارت معین ته وړاندې کړ.