د اساسي قانون د ارزښتونو او ځانګړتیاوي په اړه علمي - څیړنیز سیمینار د علومو اکاډمۍ کې ترسره شو

icoic_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۶:۱۸
012

په دې علمي - څیړنیزه ناسته کې سرمحقق ډاکټر عبدالظاهر شکیب د علومو اکاډمۍ عمومي رییس ډاکټر عبدالله شفایی د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون غړي او سرپرست، ډاکټر عبدالقیوم سجادي په ولسي جرګه کې د خلکو استازی، ایوب یوسفزی د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنر، د علومو اکاډمۍ رییسانو ، کارکونکو د علامه احمد علي کهزاد د کنفرانس تالار کې جوړه شوې وه شتون درلود.

لومړی ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رییس سرمحقق ډاکټر عبدالظاهر شکیب د غونډې برخه والو څخه مننه وکړه او ټولو افغان اتباعو ته یې د دې ورځې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دې ورځې څخه د پام وړ ښه راغلاست ووایی.دعلومو  اکاډمۍ عمومي رییس د هیواد اساسي قانون ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او وویل چې د هیواد اساسي قانون یو له غوره قوانینو څخه دی چې پکې د اساسي حقونه ، د بیان او اشخاصآزادي او د قواوو تفکیک ثبت شوي او دا د اوسني اساسي قانون یو له مهمو ټکو څخه دي.

هغه د اساسي قانون د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او د چارواکو یڅخه یې غوښتنه وکړ چې د اساسي قانون احکام ومني او د شخصي ګټو پرځای اجتماعي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

0232

ورپسې ، د کمیسیون غړي او سرپرست ډاکټر عبدالله شفایی د غونډې له تنظیم کونکو څخه مننه وکړه او په اساسي قانون کې یې د څارنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:" د قانون څخه څارنه یو پوسټیري دی او له پلي کولو او عمل څخه توپیر لري. په دی معنی چي څارنه د اجراآت وروسته ترسره کیږي او نظارت کونکی نشي کولی په اجراات کې مداخله وکړي، ځکه چې دا د اړوندو ارګانونو کار او آزادي خنډوي.

ډاکټر شفایی وویل چې اساسي قانون ملي وثیقه او ګډ تړون دی او د انسان لخوا جوړ شوی او افغانستان تر دې دمه اته اساسي قانون تېر کړی دي او اوسنی قانون په سیمه کې یو له غوره او هراړخیزو قانونونو څخه دی.

په اساسي قانون کې د ذکر شوي نظارت ارګانونو په اړه وویل چې د اساسي قانون د ۱۵۷ مي مادې له مخې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون هم مکلف دی چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دې قانون احکام پلي کول په ټول هیواد کې څارنه کړي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر عبدالقیوم سجادي د اساسي قانون د احکامو په رڼا کې د قواوو د تفکيک اهمیت او ګټې په اړه وویل ، چې دا به د زورواکۍ، د حساب ورکولو سیستم، د واک عادلانه وېش ، سیاسي ثبات او تخصص ته د پای ټکی کېږدي.

هغه زیاته کړه د دې لپاره چې د مطلوب ژوند له مظلومیت ، تبعیض او نابرابرۍ څخه پاکه وي، باید داسې قانون شتون ولري چې د انسان ټولنیزې چارې تنظیم کړي. هغه زیاته کړه چې دا قانون په اسلامي عقیدې کې همځانګړی ځای لري.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر ایوب یوسفزی چې په غونډه کې وینا کوونکی څخه و، د اتباعو د اساسي حقونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اساسي قانون د افرادو ،اقلیتونو، قومونو، ښځو او ماشومانو حقونو او دندو په پام کی نیول شوي دي او هیڅ څوک نشي کولی له دې حقونو محروم شي.

په دې سیمینار کې ، د علومو اکاډمۍ دوه تنو معاونانو د اساسي قانون اهمیت او دریځ په اړه هم خبرې وکړې او په اوسني وضعیت کې د اساسي قانون د تصویب کلیزه لمانځلو رول په اړه خبریې وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۱
Background image

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ملی بیرغ د ورځې په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۵:۵
Background image

د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د. . .

بیا په خبرونه کی