د اساسي قانون د احکامو د پوهاوي په اړه سیمینار د ښځو چارو وزارت کې جوړ شو

icoic_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۷
101

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون  د اساسي قانون په احکامو او په اساسي قانون کې د ښځو د رول  لپاره "د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو د حقونو او دندو د مطالعې په اړه بحث" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار د ښځو چارو وزارت کارکونکو لپاره د یادشوي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.

دا سیمینار د  قاضي محمد عارف حافظ د کمېسیون غړې او منشی، حسنا جلیل د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسي معین، محمد ضیا فرهمند د اساسی قانون د پوهاوی او عامه اړیکو دیپارټمنټ رییس، د یادشوي وزارت رئیسانو،د یادشوي دیپارټمنټ متخصصین او د وزارت یو شمیر کارکونکو په ګډون جوړ شو.

01

 د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمېسیون غړی او منشي قاضي محمد عارف حافظ د ښځو چارو وزارت له مشرتابه څخه د سیمینار په جوړولو کې د دوی د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل: " د اساسي قانون څخه بی خبري عذر نه ګڼل کیږي او د دي قانون څخه پوهاوي د  ټولو وګړو لپاره لازمه ده، نو له دي امله د اساسي قانون د احکامو په اړه پوهاوي د دې کمېسیون یوه برنامه ده او د کمېسیون د کاري پلان او قانون سره سم په ټول هیواد کې دا سیمینارونه عملي کیږي.

هغه زیاته کړه چې په ۱۳۹۹ کال کې  په مرکز او ولایتونو کې د اساسي قانون د تصویب د اونۍ د لمانځلو په مناسبت  کمېسیون وتوانیدل چې د اساسي قانون د تصویب د اونۍ د لمانځلو په مناسبت ۴۴  سیمینار جوړ کړي ترڅو د وګړو د اساسي قانون احکامو او اهمیت پوهاوي کچه لوړه کړي.

د کمېسیون منشی د اوسني اساسي قانون کې د ښځو دریځ ته په اشارې وویل :"د اوسني اساسي قانون له مخې میرمنې ډیری حقونه لري چې له شک پرته دا قوانین په اسانۍ تر لاسه شوی نه دي او موږ باید په خپل ژوند کې  او په هر ډول د دې قانون له ارزښتونو دفاع وکړئ. "

قاضي حافظ د اساسي قانون د ۳ او ۷ مه مادو ته لنډه کتنه وکړه او د سیمینار له ګډونوالو یې وغوښتل چې له اساسي قانون څخه پوره پوهاوي ولري او د خپلې ادارې او ټولنې په کچه د دې د پلي کولو اساس چمتو کړي.

01

حسنا جلیل د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ معین، د دې سیمینار د جوړولو لپاره د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون چارواکو څخه د برنامې د جوړول لپاره مننه وکړه ویې ویل: دا زموږ لپاره لوی افتخار او ویاړ دی چې افغانې میرمنې داسې اساسي قانون لري چې د ښځو ټولنیز ، سیاسي او اقتصادي آزادیو باندې ټینګار کوي.

د پلان او پالیسۍ معین د اساسي قانون 33 او  44 مه مادې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اساسي قانون له مخې دولت مکلف دی چې د ښځو لپاره د زده کړې انډول او پرمختګ رامینځته کولو لپاره اغیزمنو برنامو رامینځته کړي ، د کوچیانو تعلیم ښه والي او بیسوادی کچه له منځه وړل طرح او تطبیق کړئ ، کوم چې په نیکه مرغه د پلي کیدو په حال کي دي.

بیا د اساسي قانون د پوهاوي او عامه اړیکو دیپارټمنټ رییس محمد ضیا فرهمند د اساسي قانون د عواملو او انګېزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د اساسي قانون ګټې او ننګونې یې هم په ګوته کړې او ویې ویل: "د دغه قانون ارزښتونه "باید ملاتړ وشي." ځکه چې له توپیر پرته د اساسي قانون له حقونو او ارزښتونو څخه خوند اخیستل مساوي په نظر کې نیول شوي دي چي د اساسي قانون یوه ګټه ګڼل کیږي. "

همدارنګه ، د کمېسیون د اړیکو او عامه پوهاوي دیپارټمنټ متخصص لطف الله رحیمي ، د یوې پریزنټشن پرمهال ګډونوالو ته "په اساسي قانون کې د اتباعو اساسي حقونو او په اساسي قانون کې د ښځو جایګاه ته یوه کتنه" په اړه  هر اړخیز معلومات وړاندې کړ. "

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۱:۲۶
Background image

نن د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون کورني تفتیش آمر کارکونکو ته معرفي شو.

په غوڼده کې چي د کمېسیون دارالانشا ریاست کې جوړه شوي وه، د کمېسیون حقوقي سلاکار، سمیع الله پتمن زوی د کورني تفتیش توي ټاکل شوي آمر کارکونکو ته معرفی کړ.

لومړی څارنیال عبدالحلیم معرفت. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د اساسي قانون د احکامو د پوهاوي په اړه سیمینار د ښځو چارو وزارت کې جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون  د اساسي قانون په احکامو او په اساسي قانون کې د ښځو د رول  لپاره "د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو د حقونو او دندو د مطالعې په اړه بحث". . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

د اساسي قانون د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ "په اساسي قانون کې د اتباعو د اساسي حقونو د ازموینې" تر سرلیک لاندې په کابل ولایت کې جوړ شو

د اساسي قانون د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ "په اساسي قانون کې د اتباعو د اساسي حقونو د ازموینې" تر سرلیک لاندې په کابل ولایت کې جوړ شو

دا ورکشاپ د اساسي قانون د احکامو ، د اساسي قانون. . .

بیا په خبرونه کی