له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ

دغه ډيپارټمنټ د افغانستان اساسي قانون له حکمونو څخه د پوهاوي په موخه له دولتي ادارو سره د اړېکو ټينګښت په برخه د چارو د ادارې او رهبرۍ په موخه رامنځته شوی چې خلک د اساسي قانون له حکمونو څخه پوهاوی ترلاسه کړي څو له يوې خوا له خپلو اساسي حقونو څخه پوهاوی ترلاسه کړي او له بل لوري له نه پوهاوي څخه زېږنده د اساسي قانون حکمونو له نه رعايت څخه هم  مخنيوی وشي. ياد ډيپارټمنټ له اساسي قانون څخه د پوهاوي په برخه کې يو لړ بنسټيز فعاليتونه ترسره کړي چې لنډېز په لاندې ډول دی: 

  1. په ۳۶ مرکزي ادارو، د  کابل ښار په ۲۲ ناحيو، ۲۰ دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ۱۸ ولايتونو او د کابل ولايت په ۳ ولسواليو کې د اساسي قانون په اړه د سيمينارونو او بحثونه په لار اچول چې په ترڅ کې يې ۱۶۰۰۰ تنه په مستقيم ډول د اساسي قانون له حکمونو او مفاداتو څخه پوهاوی ترلاسه کړی دی؛
  2. د اساسي قانون له حکمونو او د کميسيون له فعاليتونو څخه د هېوادوالو د پوهاوي په موخه په بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو کې د ۱۷۰۰۰۰ اساسي قانون نسخو، ۱۲۰۰ د اساسي قانون مجلو او ۲۳۰۰۰ د کميسيون د کالنيو وېش؛
  3. د  اساسي قانون د تصويب د ملي اوونۍ وړاندېز او په کاليز کې د هغه ځای پر ځای کول چې په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابينې له‌خوا تأييد او د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا عملي شو؛
  4. د پوهنتونونو او ښوونځيو په تعليمي نصاب کې  د اساسي قانون حکمونو د شاملولو وړاندېز او طرحه چې پر بنسټ  يېد پوهنې وزارت د مدني تعليماتو په مضمونونو کې د اساسي قانون په اړه ځينې معلومات شامل کړي او همدارنګه ياده طرحه د کابل پوهنتون د عملي شورا له خوا هم ومنل شوې ده؛

د اساسي قانون په نوم د سړکونو او څلورلارو نومولو وړاندېز او طرحه چې له نيکه مرغه ياده طرحه تر اوسه د کابل، باميان، فراه، کندهار، ننگرهار، بدخشان، سمنگان، میدان وردک او بلخ ولايتونو د ښارواليو له‌خوا عملي شوې ده.