د مقام دفتر ریاست
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مقام دفتر ریاست
د کمېسیون د مقام دفتر ریاست بنسـټـیزه دنده د همغږیو تأمینول، د اصولو او کورنۍ دندو په رڼا کې د رئیس او د کمېسیون د محترمو غړیو د لارښوونو د پليکېدا په تړاو د اړیکو نیولو او اړوندو څانګو ته د هدایاتو د وېشنې عهده په غاړه لري او د کمېسیون رئیس او د اعضاؤ وظیفوي واکونو ته تحقق ورکول یې هم اساسي او بنسټـیزي برخي دي.
دغه ریاست د 1399هـ .ل کال د منظور شوي تشکیل له مخې تر خپل اثر لاندې د لاندنیو مدیریتونو لرونکی دی:
- د مقام دفتر ریاست اجرائیه لوی مدیریت؛
- د اسنادو، اړیکو او آرشیف لوی مدیریت؛
- د دولت د رهبرۍ مصوبو تعقیبولو مدیریت؛ (کابینه، عدلي او قضائي کمېـټـه، د قانون د واکمنۍ عالي شوری او د قوانینو کمېـټـه)
- د کمېسیون د غړیو اجرائیه لوی مدیریتونه؛
د مقام دفتر ریاست د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د فرمانونو تطبیق او پليکېدو، حکمونو، لارښوونو، مصوبو او د کمېسیون مقام برنامو لره او په ټوله کې یادو مواردو لره د همغږیو، اسانتیاوو د ایجاد او رامنځ ته کولو دنده لري؛ همدا راز د ترتیب شوي پلان له مخې او د دندو د لایحې په پام کې نیولو سره خپلې چارې او اجراآت په لاندیني تفصیل سره اجراء کوي:
- د مکتوبونو د لېږد رالېږد له لارې له ټولو وزارتونو، دولتي او نادولتي ادارو سره د کمېسیون اړیکې تأمینول.
- د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د عادي او فوق العاده ناستو تنظیم او د اجنډا ترتیبول؛ د کمېسیون په عادي او فوق العاده ناستو کې د ګډون ترڅنګ د یادو غونډو د مصوبو کښل او تکثیرول.
- په غونډو کې په ځانګړي ډول د قانون د واکمنۍ او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شوری، د قوانینو کمېـټـې او د عدلي او قضائي کمېـټـې په ناستو کې، د کمېسیون مقام او د غړیو د ګډون کولو په موخه همغږي کول.
- د کمېسیون مسلکي او اداري برخو ته د مقام د لارښوونو کولو او په اړوندو څانګو کې په غوره بڼه د وظیفو د ترسرهکېدا په موخه د غونډو تنظیم او همغږي کول.
- د کمېسیون د رئیس او غړیو د بهرنیو سفرونو تنظیمول او د هغو راپور د کمېسیون د بهرنیو اړیکو له لوی مدیریت سره همغږي کول.
- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ریاست عالي مقام د فرمانونو، حکمونو، د دولت د رهبرۍ (کابینې، عدلي او قضائي کمېـټـې، د قانون د واکمنۍ عالي شوری او د قوانینو کمېـټـې) د مصوبو او همدارنګه د کمېسیون مقام د حکمونو او لارښوونو ابلاغ اړوندو څانګو ته او پدې تړاو د هغو تطبیق او د رعایت له څرنګوالي څخه اطمنان ترلاسه کول.
- د کمېسیون د غړیو د اجرائیه لوی مدیریتونو له اړخه د کمېسیون د غړیو د ملاقاتونو او لیدنو تنظیم، غونډو او د اړیکو تأمین، د اداري چارو د ښه بهبود او له مسلکي ډيپارټـمنـټـونو سره د کمېسیون د غړیو همغږي کولو په موخه یادې چارې ترسره کوي.
- د اطلاعاتو او عامه اړیکو له آمریت سره په همغږي؛ د کمېسیون ټولو فعالیتونو ته د انعکاس او خپرولو په موخه له رسنیو سره د کمېسیون د رئیس او غړیو د اړیکو تأمین او تنظیم برقراره ساتل.