د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، د دوی درنو مرستیالانو، د کابینې غړي، د سترې محکمې رئیس او غړي، د ملي شورا رئیس او غړي، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس او د افغانستان معزز او شریف وګړو ته مبارکی وایې، سرتاسري امنیت، عامه هوساینې، د ډیموکراسي لا تحقق، ملي تړون، د قانون حاکمیت او د نظام پیاوړی کول د اساسي قانون پر بنسټ د دې هیواد ټولو وګړو ته هیله لري.
د افغانستان د امنیتي ځواکونو او باعزته خلکو د زړورتیا او زحمت څخه منندوي کوو او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته چې د اساسي قانون د حاکمیت لپاره یې خپل خوږ ژوند قرباني کړي دي فردوس جنت او ټپيانو ته د ژر روغتیا هیله کوو او د هغوی کورنۍ پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت په هیله
په درناوی
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی