د کمیسیون تشکیل
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د خپل اختصاصي قانون د څلورمې مادې پر بنسټ، د رييس په شمول اوه غړي لري چې نارينه او ښځې دواړه پهکې شاملېږي چې د څلورو کلونو لهپاره د جمهور رئيس لهخوا پارلمان ته معرفي کېږي او د باور رأيې په ترلاسه کولو سره خپل کار ته دوام ورکوي.
د کميسيون رئيس د باور رأيې له ترلاسه کولو وروسته، د غړيو تر منځ د داخلي ټاکنو له لارې د څلورو کلونو او مرستيال او منشي يې د يو ـ يو کال لهپاره ټاکل کېږي.
کميسيون د خپلو مسلکي او اداري چارو د پرمخ بيولو لهپاره په خپل تشکيل کې د دارالانشاء ریاست، شپږ مسلکي ـ تخصصي ډيپارټمنټونه، حقوقي سلاکار، د دفتر رياست،دپلان آمریت او د داخلي تفتيش آمريت لري. هر مسلکي ډيپارټمنټ د کميسيون د يو غړي لهخوا چې د کميسيون د غوڼډې لهخوا ټاکل کېږي، رهبري کېږي.