په نادولتي مؤسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډيپارټمنټ:

دغه ډيپارټمنټ د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ په نادولتي مؤسسو او سازمانونو له کړنو څخه د  څارنې کار بهيرونو د پلانولو، ادارې او تنظيم په موخه رامنځته شوی، څو په ټولو نادولتي مؤسسو اوسازمانونو کې د اساسي قانون د حکمونو د تطبیق او رعايت څرنګوالی وارزوي  او په دغو سازمانونو کې د اساسي قانون د تطبیق مواردو څخه مسوولو بنسټونو ته ريپورټ ورکړي څو د اساسي قانون حکمونو د تطبيق کچه لوړه شي. دغه ډيپارټمنټ د کميسيون د ستراتيژيکو موخو د تحقق په برخه کې زيات فعاليتونه ترسره کړي چې لنډېز په لاندې ډول دی:

  1. له ۱۹۶ نادولتي مؤسسو او سازمانونو څخه څارنه چې په هغو کې خصوصي پوهنتونونه، خصوصي دارالمعلمينونه، خصوصي انسټيټونه، خصوصي ښوونځي، خصوصي روغتونونه، انجوګانې، خصوصي توليدي فابرېکې، ټولنيز بنسټونه، د حقوقي خدماتو وړاندې کولو خصوصي مؤسسې او خصوصي مخابراتي شرکتونه شامل دي؛
  2. په نادولتي مؤسسو او سازمانونو کې د اساسي قانون د (۱۰، ۲۲،۳۱، ۴۲، ۴۸، ۵۲، ۵۶ و ۷۵  ) مادو د حکمونو د نه تطبیق او رعايت له ۵۰۰ څخه د زياتو مواردو تشخيص؛
  3. د جمهوري رياست د قوانينو کمېټې له‌خوا د راستول شويو ۱۰۷ د قوانينو طرحو، مقررو، طرزالعملونو او  يوايحو مطالعه او تحليل.