د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

icoic_admin
Sat, Jul 17 2021 11:29 AM
026

د لوی اختر په ویاړ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی د لوی اختر د رارسيدو له كبله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، د دوی درنو مرستیالانو، د کابینې غړي، د سترې محکمې رئیس او غړي، د ملي شورا رئیس او غړي، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس او د افغانستان معزز او شریف وګړو ته مبارکی وایې، سرتاسري امنیت، عامه هوساینې، د ډیموکراسي لا تحقق، ملي تړون،  د قانون حاکمیت او د نظام پیاوړی کول د اساسي قانون  پر بنسټ د دې هیواد ټولو وګړو ته هیله لري.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو او باعزته خلکو د زړورتیا او زحمت څخه منندوي کوو او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته چې د اساسي قانون د حاکمیت لپاره یې خپل خوږ ژوند قرباني کړي دي فردوس جنت او ټپيانو ته د ژر روغتیا هیله کوو او د هغوی کورنۍ پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.

په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت په هیله

په درناوی

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوی

Latest news

Sat, Jan 16 2021 5:38 AM
Background image

The 17th anniversary of adoption of the Constitution was celebrated at the Ministry of Labor and Social Affairs

The ceremony was held in presence of the leadership of the Ministry of Labor and Social Affairs, Dr. Mohammad Haroon Stanekzai Head of the Department of Reading the Law and Recognizing. . .

Wed, Jan 13 2021 10:44 AM
Background image

The 17th anniversary of the adoption of the constitution was celebrated at the Ministry of Commerce & Industry.

The ceremony was attended by Abdul Karim Malekyaar Deputy Minister for Industry and Commerce, Mohammad Nader Alam head of Department of monitoring and implementing of the constitution. . .

BACK TO NEWS