د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون نظارتی موندنې د کابل توقیف خونې او پلچرخي زندان

icoic_admin
Wed, Jul 14 2021 11:08 AM
12

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون نظارتی موندنې د کابل توقیف خونې او پلچرخي زندان څخه  د اساسي قانون (۲۴ ۲۷، ۳۱، ۳۳، ۷۵) مادو  پر سرغړونو او نه اطاعت کولو او د جزا کود (۴۶۱) مادی او د جزائی اجراآتو قانون (۱۰۰ او ۱۰۱) او د زندانونو د چارو د تنظیم قانون د ( ۶۷، ۶۹ او ۷۰) مادو د اړوندو ادارو له چارواکو سره شریک شول.

ad

غونډه د کمېسیون رئیس ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په مشرۍ د قضاوتیار محمد عارف حافظ د کمېسیون غړی او منشي، غلام حیدر علامه د لوي څارنوالي مرستیال، قاضی کفایت الله فضلی د سترې محکمې د قضایی پلټنې د عمومي ریاست مسلکي غړی، محمود احمدزی د پل چرخي مرکزی زندان امنیتی مرستیال، بشیر احمد عثماني د نظارت او توقیف خونې ریاست سرپرست، اسرالله همدرد د مقام د دفتر رئیس، محمد فاروق فاکر د دولتي ادارو په کړنو د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ رئیس، مختار احمدي د پلچرخي زندان د محاکمو د اړیکو مدیر، او  د دولتي ادارو په کړنو د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ د متخصصینو په شتون ترسره شوه.

پدې ناسته کې، د د دولتي ادارو په کړنو د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ نظارتي موندنې د 47 تنو توقیف شویو قضیو کې د پورتني یاد شوي موادو څخه سرغړونې او نه څارنې په اړه چې د دوي دوسیې په ټاکلې موده استیناف محکمې ته یې ندي وړاندې کړي  او د 14 تنو زندانیانو چی  د مال رد، نقدی جریمې، د ضمانت د نه چمتو کولو له کبله په توقیف خونې کې پاتې دي، یو شمیر تورن شوی کسان  چې د محکمې لخوا برائت اخیستي خو د بند څخه ازاد شوي ندي، 18 تورن کسان چې د بند موده یې پوره شوې خو خوشې نه دي، او 245 تورن کسان چي په ټاکلې موده کې د دوي دوسیي مخ ته نه دی تللي، او همدارنګه د هغو اشخاصو په اړه څوک چي د محکمې د حکم په نقض کولو تورن دی او د هغوي د جرم څرنګوالې د قانون خلاف ښودل شوی دی بحث او نظریات تبادله شو.

د غونډې په تړاو کې د سترې محکمې، لوی څارنوالۍ او د زندانونو د چارو د سمون ادارې ترمینځ ننګونې او د حل لاري  او مؤثره همغږي  د اساسي قانون د احکامو د رعایتولو لپاره په پلازمینې او ولایتونو په زندانونو کې عملي او لازمي وړاندیزونه د کمېسیون غړو لخوا وړاندې شول.

پدي غوڼده کې، ډاکټر محمد قاسم هاشمزي د میلمنو د برخه اخیستنې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې دا کمېسیون په جدي توګه د زندانونو او توقیف ځایونو څخه څارنه کوي او په ټولو برخو کې د اساسي قانون له احکامو سره د سرغړوني قضیې پیژني او تعقیبوي یې.

د کمېسیون مشر د پلازمینې او ولایتونو په زندانونو کې د قوانینو پر پلي کیدو ټینګار وکړ او له اړوند چارواکو څخه یې وغوښتل د هغه بندیانو په خوشې کیدو کې چې د قید شرایط یې د قانون سره سم بشپړ شوي وي جدي اقدامات وکړي او د اساسي قانون د احکامو د سرغړونۍ څخه مخنیوي وکړي.

ad2

قضاوتیار محمد عارف حافظ د کمېسیون د نظارتی موندنو د کابل ولایت توقیف ځای او پلچرخی مرکزی زندان په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې څیړني دا ښیې چې پورتني یاد شوي مواد څخه د کابل ولایت توقیف ځای او پلچرخی مرکزی زندان کې سرغړونه شوی ده.

وروسته ، محمد فاروق فاکر د دولتي ادارو په کړنو د اساسي قانون له تطبیق څخه د څارنې ډیپارټمنټ رئیس خپلې  نظارتی موندني په مستند او تفصیلی دول غوڼدی ته وړاندې کړل، چې د لوی څارنوالۍ، سترې محکمې او د زندانونو چارو د سمون ادارې او د زندانانو امنیتي چارواکي له استازو لخوا د تائید وړ وګرځیدل.

همدارنګه ، غلام حیدر علامه د لوي څارنوالي مرستیال، قاضی کفایت الله فضلی د سترې محکمې د قضایی پلټنې د عمومي ریاست مسلکي غړي، محمود احمدزی د پلچرخي مرکزی زندان امنیتی مرستیال، بشیر احمد عثماني د نظارت او توقیف خونې ریاست سرپرست، مختار احمدي د پلچرخي زندان د محاکمو د اړیکو مدیر، د بندیانو نه خوشې کیدل په ټاکلې موده کې یوه لویه ننګونه وبلله او ویې ویل د قوانینو تناقضات، په پلازمینېی او ولایتونو کې د اړوندو اداراتو تر منځ د همغږي نه شتون او د یو شمیر بندیانو لخوا د نقدی جریمو نه ادا کول د دوی د خوشی کیدو د ځنډ لامل دي.

په پای کې، د کمېسیون نظارتي موندنې وڅیړل شوې او برخه اخیستونکو پریکړه وکړه چې د کمېسیون او د نننۍ ناستې نظارتی موندنې باید په رسمي ډول اړوندو ادارو ته واستول شي ترڅو پدې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

 

 

Latest news

Sat, Jan 16 2021 5:38 AM
Background image

The 17th anniversary of adoption of the Constitution was celebrated at the Ministry of Labor and Social Affairs

The ceremony was held in presence of the leadership of the Ministry of Labor and Social Affairs, Dr. Mohammad Haroon Stanekzai Head of the Department of Reading the Law and Recognizing. . .

Wed, Jan 13 2021 10:44 AM
Background image

The 17th anniversary of the adoption of the constitution was celebrated at the Ministry of Commerce & Industry.

The ceremony was attended by Abdul Karim Malekyaar Deputy Minister for Industry and Commerce, Mohammad Nader Alam head of Department of monitoring and implementing of the constitution. . .

BACK TO NEWS