نن د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون کورني تفتیش آمر کارکونکو ته معرفي شو.
په غوڼده کې چي د کمېسیون دارالانشا ریاست کې جوړه شوي وه، د کمېسیون حقوقي سلاکار، سمیع الله پتمن زوی د کورني تفتیش توي ټاکل شوي آمر کارکونکو ته معرفی کړ.
لومړی څارنیال عبدالحلیم معرفت الماس د کمېسیون حقوقی سلاکار د سمیع الله پتمن زوی د کورني تفتیش نوي ټاکل شوي آمر ته د مبارکی ویلو په څنګ د دوي څخه هیله کړ تر څو د مشرتابه پلاوی، اداری او مسلکي برخو سره همکاری وکړی او خپلو برنامو د اداري فساد په ضد پلي کړي.
یادشوي د کمېسیون د مشرتابه پلاوی څخه منندوی وکړ چي په دي تاکڼه کي وړتیا اصل یې په نظر کی نیولي دي.
سمیع الله پتمن زوی د کورني تفتیش نوي ټاکل شوي آمر د مشرتابه پلاوی د باور څخه منندوي کړ او د اداري د کارکونکو څخه وغوښتل چي د برنامو په پلی کیدو د یاد شوي آمریت سره همکاری کړی
هغه د خپلی کاری چارو پرمختک لپاره مشرتابه پلاوی ټه ډاډ ورکړ چي د اصلاحاتو په برخه د هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړي.
بیا د کمېسیون حقوقي سلاکار او د اداری آمرین د کورني تفتیش آمر کاری دفتر ته مل وکړ.
د یادوړ دي چی سمیع الله پتمن زوی د دي مخکې د کورني تفتیش عمومی مدیر په ټوګه په دي آمریت کې کار کول او اوس د ملکي خدماتو د کارکونکو قانون سره سم د څلورم بست څخه دریم بست ته ترفیع کړ.
