د وزارتونو او دولتي ادارو د پراختیایی پروژو په اړه د پوهاوي ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې د ولسمشرۍ ریاست دفتر سره جوړه شوه
دا مجازی ناسته (ویډیو کنفرانس) د ډاکټر محمد هارون ستانکزي د قوانینو د مطالعې او له اساسي قانون سره د هغو د تناقضاتو موندلو ډیپارټمنټ رییس، د ولسمشرۍ عالي مقام د حکمونو او لارښوونو تعقیب رییس، د ولسمشرۍ عالي مقام مشاوریت، د ولسمشرۍ د حقوقي او تقنیني چارو رییس، د وزارتونو مسوؤلین او دولټی ادارو چارواکو سره د ۱۴۰۰ مالي کال د پراختیایی پلانونو په اړه معلومات چمتو کول لپاره ترسره شوه.
لومړی ، د ولسمشرۍ عالي مقام د حکمونو او لارښوونو تعقیب رییس د غونډې د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او د وزارتونو او ادارو ټولو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د دویمې ربع (وړی، غویی،غبرګولي) پرمختیايي پروژو پرمختګ په اړوند ادارو کې د ولسمشرۍ چارو د دفتر ریاست ته خبر ورکړي.
ورپسې د ولسمشرۍ مقام سلاکار د پراختیایی برنامو لپاره د معلوماتو راټولولو فارمت په اړه معلومات وړاندی کړ او د وزارتونو او ادارو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ولسمشرۍ چارو د عمومي ریاست لخوا چمتو شوي فارمت سرهسم خپل معلومات د دفتر سره شریک کړي.
ورپسې ډاکټر محمد هارون ستانکزي د قوانینو د مطالعې او له اساسي قانون سره د هغو د تناقضاتو موندلو ډیپارټمنټ رییس د ویډیو کنفرانس له تنظیم کونکو مننه وکړه او ویې ویل چې دا کمېسیون ژمن دی چې د خپلو پراختیایی پلانونو په اړه ځواب ووایی او معلومات وړاندې کړي او ژر تر ژره د ۱۴۰۰ مالي کال پراختیایی پلان د څرنګوالي په اره د جوړ شوی فارمت سره سم خپل پلان د ولسمشرۍ چارو عمومي ریاست ته وړاندی کړي .
همدارنګه په دا غونډه کې ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ژمنه وکړه چې د چمتو شوي فورمې سره سم به خپل راپورونه وړاندي کړي.
