د کميسيون لايحې او طرزالعملونه

د کمیسیون لایحی اوطرزالملونه.pdf

په دولتي او نادولتي سازمانونو او ارګانونو او چارواکيو له‌خوا د اساسي قانون حکمونو له تطبیق او

رعايت څخه د څارنې طرزالعمل

 

لومړي ماده: دغه طرزالعمل د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون قانون د اتمې مادې د دويمو او اوومو فقرو پر بنست وضع شوی دی.

دويمه ماده: د کميسيون په څارنه کې د جمهور رييس، حکومت، ملي شورا، قضائيه قوې، ادارو او دولتي او نادولتي ادارو، مؤسسو او سازمانونو له‌خوا د اساسي قانون د حکمونو رعايت او تطبیق شامل دی.

درېيمه ماده: له اساسي قانون څخه د رعايت موخه دا ده چې د هيڅ چارواکي او ارګان حکمونه او اجراآت هم بايد له هغه سره په ټکر کې نه‌وي.

څلورمه ماده: د اساسي قانون د حکمونو د تطبیق موخه، د ياد قانون د حکمونو تطبیق او د هغو ترسره کیدو ته د زمينې برابرول دي.

پنځمه ماده: د اساسي قانون د نه تطبیق له لاملونو څخه د هغو قوانینو نه وضع کول دي چې په خپله اساسي قانون د هغو د وضع کيدو حکم ورکړی دی.

شپږمه ماده: له اساسي قانون سره يې د تناقضاتو موندلو له‌پاره د نافذه قوانينو او د اړتيا په صورت کې د  مقررو، لوايحو، طرزالعملونو او متحدالمالونو مطالعه او اړوندو ډيپارټمنټونو ته د هغو د حل له‌پاره د لازمو تدابيرو له‌پاره  د دندو سپارل.

اوومه ماده: د اساسي قانون له تطبیق څخه څارنه په عمومي توګه له څلورو لوريو ترسره کېږي:

 

  • جمهور رييس او ملي شورا د اساسي قانون د تطبیق له‌پاره د اړتيا وړ قوانينو د پراختيا وړاندېز.

  • له اساسي قانون سره د دولتي او نادولتي ادارو، مؤسسو او سازمانونو د قوانينو، مقررو، لوايحو او طرزالعملونو د نه مغایرت تشخيص؛

  • د اتباعو د اساسي حقونو په اړه د اساسي قانون خلاف اجراآتو تشخيص؛

  • د قانون خلاف اجراآتو موندل.

اتمه ماده: د دغه طرزالعمل د اوومې مادې د لومړي لوري په ّاړه د  څارنې طريقه دا ده چې د قوانينو د پراختيا ‌ډيپارټمنټ  يادې قانوني تشې تشخيصوي او د هغه د حل له پاره کميسيون ته مشخص وړاندېز کوي څو کميسيون د خپل اړوند قانون د اتمې مادې د پنځمې فقرې د حکم مطابق په دې برخه کې اقدام وکړي.

نهمه ماده: د دغه طرزالعمل د اوومې مادې د دويم لوري په اړه د څارنې طريقه « د نافذه قوانينو د مطالعې او له اساسي قانون سره د هغو د تناقضاتو موندلو ډيپارټمنټ» کې د نافذه قوانينو مطالعه او کميسيون ته د اساسي قانون د نقض رفع کولو له‌پاره مشخص وړاندېز کول دي څو کميسیون جمهور رييس او ملي شورا ته د هغو اصلاح وړاندېز وکړي.

لسمه ماده: تر څارنې لاندې ارګانونو اجراآتو په اړه د څارنې طريقه د لاندې طريقو په تطبیق سره ترسره کېږي:

  • د جمهور رييس له‌خوا د صادر شويو حکمونو او فرمانونو ارزونه؛

  • په دولتي او نادولتي ادارو، مؤسسو او سازمانونو کې د څاروونکي پلاوي هستول؛

  • د اتباعو د بشري او اساسي حقونو د مخنيوي په اړه  د بشري حقونو خپلواک کميسيون او نورو اړوندو ارګانونو سره همکارۍ؛

  • د اتباعو د اساسي حقونو د نقض په اړه د حکمي اشخاصو د شکانونو او معلوماتو ترلاسه کول؛

  • جمهور رييس ته د اساسي قانون حکمونو د سرغړوني او تيروتنې په اړه ريپورټ ورکوونه.

يوولسمه ماده: دغه طرزالعمل د ۱۳۹۰ کال د وري په ۲۱ مه کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون په عمومي غونډه کې په يوولسو مادو کې تصویب شو.


د اتباعو د اساسي حقونو د رعايت په اړه د دولتي او نادولتي ادارو، مؤسسو او سازمانونو د اجراآتو ارزونې طرزالعمل

 

لومړۍ ماده: دغه طرزالعمل د اساسي قانون حکمونو له تطبیق او رعايت څخه د څارنې طرزالعمل د اتمې مادې د دويمو، درېيمو، څلورمو او پنځمو فقرو او د اوومې مادې د څلورمې فقرې حکمونو د تطبیق په موخه وضعه شوی دی.

دويمه ماده: د سازمان د اوسني وضعيت  او پروګرامونو د څارنې او ارزونې موضوع  د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ ترسره شوې او په همدې موخه د هرې ادارې د دندو او صلاحيتونو مطابق د وضعيت ارزونې فورمې تنظيمېږي.

درېيمه ماده: د هرې ادارې د وړتيا لوړونې پروګرام او شته وضعيت ارزونه د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ ترسره کېږي او په دې موخه د هرې ادارې د دندو او صلاحيتونو مطابق د وضعيت ارزونې فورمې تنظيمېږي.

څلورمه ماده: د ادارو شته وضعيت د ګمارل شوي پلاوي له‌خوا چې د دولتي ادارو، مؤسسو او سازمانونو او نادولتي سازمانونو او مؤسسو د څارنې ډپيارټمنټونو په وړاندېز ګمارل کېږي، څارل کېږي.

پنځمه ماده: د دولتي او نادوتلي ادارو، مؤسسو او سازمانونو د څارنې دواړه ډيپارټمنټونه د اتباعو د اساسي حقونو د نقض په اړه  د حکمي اشخاصو شکایتونه او معلومات ترلاسه کوي او د خپلو ارزونو پايله د تأييد او د مقتضي اقدام په موخه د کميسيون غونډې ته وړاندې کوي.

شپږمه ماده: د کميسيون قانون د اتمې مادې د دويمې فقرې حکم مطابق د اتباعو د اساسي حقونو د نقض مخنيوي او دولتي او نادولتي مؤسسو، ادارو او سازمانونو له کړنو څخه د اغيزناکې څارنې په موخه، کمیسيون له مدني ټولنې او د بشري حقونو خپلواک کميسيون سره د همکارۍ هوکړه‌ليک لاسليکوي.

اوومه ماده: دغه طرزالعمل د ۱۳۹۰ کال د وري په ۲۱ مه د کميسيون په عمومي غونډه کې د رأيو په اتفاق سره تصويب او د تصويب له نېټې څخه نافذ دی. 

 


د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلوا کميسيون د غونډو طرزالعمل

 

لومړۍ ماده: دغه طرزالعمل د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون قانون د اتمې مادې د اووم جزء پر بنسټ د کميسيون د غونډو چارو د ښه تنظيم په موخه وضعه شوی دی.

دويمه ماده: د کميسيون غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيلېږي.

درېيمه ماده: د کميسيون غونډې د رييس او د هغه په غیاب کې د مرستيال له‌خوا دايرېږي.

څلورمه ماده: د غونډې اجنداء د کميسيون د منشي له‌خوا لوستل کېږي.

پنځمه ماده: د اجنداء د موضوع‌ګانو د تأييد، حذف او زياتولو په اړه غړي تصمیم نيسي، څرنګه چې اجنداء په اکثريت رأيو سره تصويبېږي.

شپږمه ماده: په غونډه کې د خبرو له‌پاره له رييس څخه وخت غوښتل کېږي.

اوومه ماده: د خبرو پر مهال نوبت مراعاتيږي.

اتمه ماده: د خبرو له‌پاره حد اکثر وخت پنځه دقيقې وي.

نهمه ماده: له اجنداء بهر خبرې نه کېږي، که چېرې له اجنداء بهر خبرې وي، خبرې د غونډې د رييس له‌خوا قطع کېږي.

لسمه ماده: په غونډو کې د ادب خلاف او سپکوونکې خبرې نه‌کېږي.

يوولسمه ماده: ټول بحثونه د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو د حکمونو پر بنسټ ترسره کېږي.

دولسمه ماده: د دغه طرزالعمل په ۸، ۹ او۱۰ مادو په هکله د غونډې رييس د خبرو د قطع کولو واک لري.

ديارلسمه ماده: د کميسيون د غړيو خبرې د دارالانشاء د رييس تر رهبرۍ لاندې د اسناد او ارتباط د عمومي مدير له خوا ليکل کېږي او ثبتېږي.

څوارلسمه ماده: هغه نتيجه ګيري چې د غونډې د رييس يا منشی له‌خوا اعلانېږي، ليکل کېږي او ثبتېږي.

پنځلسمه ماده: د غونډې منشي ترسره شوې خبرې او د دارالانشاء د رييس يادداشتونه توحيدوي او پر بنسټ يې د غونډې مصوبه چمتو او تر دوو ورځو د کميسيون د غړيو لاسليکونه اخلي.

شپاړلسمه ماده: دغه طرزالعمل د ۱۳۹۰ کال د زمري مياشتې په دويمه په ۱۶ مادو کې د کميسيون د غړيو له‌خوا تصويب او د رييس له لاسليک وروسته نافذ دی.