د رئيس پېژندنه

د قوانینو د څیړنې او د اساسي قانون سره یې د تناقضاتو د موندلو د دیپارتمنت د رئیس ښاغلي عبدالحمید "سهاک" ژوند لیک

ښاغلی عبدالحمید "سهاک" د سید جان "سهاک" زوی په کال ۱۳۶۳ چې د ۱۹۸۴م کال سره سمون لري د کابل ولایت د کلکان ولسوالی د سیدآباد په کلي کې زیږدلی دی. لومړنۍ زده کړیې د التقوی ښوونځي او ثانوي دوره یې د سلطان شهاب الدین غوری عالي لیسه کې په کال ۱۳۸۳ه.ش د پاکستان په پیښور ښار کې پای ته رسولي دي.

نوموړی وروسته د کانکور د آزموینې د ترسره کولو څخه په کال ۱۳۸۴ه.ش کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی او په کال ۱۳۸۸ه.ش د قضایې او څارنوالۍ د څانګې څخه په کدري درجه فارغ شو.

ښاغلی سهاک د لوړو زده کړو سره د لیوالتیا پر بڼست د ۱۳۹۱ه.ش په دویمه نیمایي کې د آزاد اسلامي پوهنتون د افغانستان په څانګې کې د ماسترۍ په کچه د لوړو زده کړو په ادامه بریالی شو، چې بلاخره د ۱۳۹۴ ه.ش کال په غبرګولي میاشت کې یې د ماسترۍ پروګرام پای ته ورسوو.

همدارنګه مخکې تردې چې اوسنی مقام تر لاسه کړي، ښاغلی سهاک د حقوق د پراختیا نړیوال سازمان(IDLO) کې د حقوقي مشاور او د پروژې مسؤل، د افغانستان لپاره د المان هیواد نړیوالو همکاریو په دفتر(GIZ)- د قانون د واکمنۍ پروژه- کې د پروګرامونو مسؤل او عدالت د لاسرسۍ د برخې آمر، د هیواد په وتلو پوهنتونونو لکه د دعوت پوهنتون، سلام پوهنتون او باختر پوهنتون کې د استاذ په توګه دنده ترسره کړې ده.

 ښاعلی سهاک د حقوقي پروګرامونو او سمینارونو په جوړولو او وړاندې کولو په برخه کې او د انګلیسي او اردو ژبو څخه پښتو او دري ژبو ته په ژباړه کې ځانګړی مهارت لري، او همدارنګه په بیلا بیلو حقوقي برخو کې علمي او اکادمیکی مقالې یې لیکلي دي.

ښاغلی سهاک د آزادې سیالۍ له لارې په ۱۳۹۳ه.ش کال د غبرګولي په ۲۱ نیټه د جمهوری ریاست د لوړ مقام د ۲۱۳۳ ګڼه حکم له مخې د د قوانینو د څیړنې او د اساسي قانون سره یې د تناقضاتو د موندلو د دیپارتمنت د رئیس په توګه وګمارل شو چې تراوسه پوري دنده ترسره کوي.

ښاغلی سهاک په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو پوره تسلط لري او د عربي ژبې سره بلدتیا لري.