د کمیسیون دارالانشاء

د کميسيون د دارالانشاء لوی رياست دندې او ملکفيتونه:

د دارالانشاء لوی رياست د کميسیون د ټولو اداري او اجرايي فعاليتونو ترسره کيدو په موخه تشکیل شوی دی.

 دغه رياست خپلې دندې د قانون او هغه طرزالعمل له مخې پر مخ بيايي چې د کميسيون له‌خوا تصويب شوی دی.

د بشري منابعو رياست، مالي او اداري رياست، د اطلاعاتو او عامه اړېکو آمریت، د معلوماتي ټيکنالوژۍ آمريت، د پلان، څارنې، ارزونې او بهرنيو اړېکو آمريت، د اسنادو او اړېکو عمومي مديريت، او د جندر کارپوهه د دارالانشاء د عمومي رياست تر چتر لاندې فعاليت لري. دغه رياست په حقيقت کې د کميسيون اجرائيوي سکرتريت دی او خپلې چارې د کميسیون د عمومي هدفونو د تحقق په برخه کې پر مخ وړي.