داکتر عبد الرؤوف هروی کمیسیون غړی

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د منشي او غړي ډاکټر عبدالرووف هروي بيوګرافي:

ډاکټر عبدالرووف هروي د الحاج محمد اسلم زوی په ۱۳۴۶ کال کې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې زېږيدلی دی. نوموړي په ۱۳۵۳ ـ ۱۳۵۸ کلونو کې خپلې لومړنۍ زده کړې تر اووم ټولګي پورې د تلابه ابوالوليد ښوونځي کې بشپړې کړې او تر بکلوريا کچې پورې يې د پيښور ښار په مجاهد ليسه کې زده کړې وکړي. ډاکټر هروي تر ۱۳۶۷ کال پورې په پيښور کې د فوق بکلوريا تر کچې د ښوونکې د روزنې په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړي چې له اسلامي علومو او د عربي ژبې له ادبياتو سره کومه مينه درلوده، په ۱۳۷۱ کال کې يې خپلې لوړې زده کړې د ليسانس تر کچې په « اسلامي او د عربي ژبې ادبياتو» برخه کې په الازهر پوهنتون کې ترسره کړې او  د جيد په درجه سند يې ترلاسه کړ. ښاغلی هروي د ماسترۍ سند د « پرتلېزې اسلامي فقهې» په څانګه کې له امتيازاتو او عالي نمرو سره له الازهر پوهنتون څخه ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۳۸۸ کال کې د دوکتورا (phd) سند هم « له وضعي قانون سره پرتله‌ييزه اسلامي فقهې» په څانګه کې له ياد پوهنتون ترلاسه کړ. نوموړی له هغه وروسته افغانستان ته راستون شو څو خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي او له خپلو زده کړو څخه د افغانستان د حقوقي او فرهنګي چارو په بيارغاونه کې استفاده وکړي. 

ډاکټر هروي له ۲۰ څخه زياتو ملي او بين المللي معتبرو ورکشاپونو او سيمينارونو کې چې حقوقي او فقهي مسايلو په اړه جوړ شوي، ګډون کړی او د نړۍ له پنځو څخه زياتو هېوادونو ته يې عملي او څېړنېز سفرونه کړي.

نوموړی په عربي او دري ژبو  معتبر علمي آثار تأليف او  ژباړلي چې له هغو څخه لاندې آپارو ته اشاره کوو:

.    « التلفیق فی الفتوی و اثره علی قوانین الاحوال الشخصیه دراسه فقهیه مقارنه»؛

.     «دراسه و تحقیق کتاب التجرید ا ز امام ابوالحسن القدوری»؛

.    «مناهج الفقهاء فی الاستنباط الاحکام»؛

.    «حقوق خانواده در نظام حقوقی افغانستان و فقه اسلامی»؛

.     د «اخلاق پسندیده از دیدگاه اسلام» کتاب ژباړه چې د الازهر پوهنتون د پخواني رييس ډاکټر احمد عمر هاسم له‌خوا تأليف شوی وو.  

له يادو تأليفاتو سربيره يې د حقوقي مسايلو او فقهې په برخه کې لس علمي ـ څېړنېزې مقالې هم په معتبرو علمي خپرونو کې خپرې کړي چې له لاندې هغو څخه چې ځينې يې د عدليې وزارت په خپرنيز ارګان « عدالت» مجله کې خپرې شوي،د بېلګې په توګه يادونه کوو:

.    قانون و چگونگی طی مراحل آن در افغانستان؛

.    حقوق زن از دیدگاه اسلام؛

.    قانون اساسی و اسلام؛

.   نظریه عقد در فقه و قانون؛

.     احکام ازدواج و مقدمات آن در فقه اسلامی؛

.   طلاق در فقه اسلامی و نظام حقوقی افغانستان؛

.     شروط وقوع طلاق؛

ډاکټر هروي په بېلابېلو حقوقي، خبريالۍ او ليکوالۍ برخو کې کافي تجربه لرياو په ۱۳۷۲ ـ ۱۳۸۹ کلونو کې يې د وياند، ليکوال او ژباړن په توګه د مصر په راډيو ټلويزيون کې دنده ترسره کړې او په هم‌مهاله توګه يې د آزادۍ راډيو د دفتر د مدير او خبريال په توګه په منځنۍ ختيځ کې د خبريالۍ خدمات وړاندې کول.

هغه په ۱۳۸۴ ـ ۱۳۸۹ کلونو کې په الازهر پوهنتون کې د دري ادبياتو او ژبې او د ژباړې فن د استاد په توګه روزنيز خدمات وړاندې کول. ډاکټر هروي په ۱۳۸۷ ـ ۱۳۸۹ کلونو کې د مصر د دارالافتاء د دري برخې د مدير په توګه دنده ترسره کړې ده. هېواد ته له راستنيدو وروسته يې د هغې مينې له کبله چې د تحصيلي خدماتو وړاندې کولو سره درلوده، له ۱۳۹۰ کال راهيسې په ځينو پوهنتونونو کې د شرعي او حقوقي مضامينو په برخه کې د ماسټرۍ او ليسانس په کچه تدريس کوي.

ډاکټر هروي له ۱۳۹۰ څخه د  ۱۳۹۴ کال د مرغومي تر لسمې نيټې پورې د  عدليې وزارت د قانون جوړونې او حقوقو چارو په برخه کې په امانتدارۍ او رښتونولۍ سره مهمې دندې ترسره کړي دي. هغه په عدليې وزارت کې له رتبې څخه په پورته بست کې د  سلاکار، د  علمي ـ حقوقي څېړنو او قانون جوړونې چارو انسټيټوت د عمومي رياست د سرپرست، د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا د غړي او د عدالت مجلې د کتنپلاوي په توګه خدمت ترسره کړی دی. 

ډاکټر هروي له دې سربيره چې په پښتو، دري، عربي او انګليسي ژبو رواني خبرې کوي؛ له ټيکنالوژيکي وسايلو او کمپيوټري مهارتونو څخه په لوړه کچه داستفادې وړتيا لري.

ډاکټر هروي د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په اوومه له ولسي جرګې څخه د باور رأيې په ترلاسه کولو او د جمهوري رياست مقام د ۱۳۹۴/۱۰/۱۰ نېټې د (۱۱۸) شمېرې حکم پر بنسټ د څلورو کلونو له‌پاره د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي په توګه وټاکل شو.