داکتر سید ابوبکر متقی د کمیسیون غړی

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي ډاکټر سيد ابوبکر متقي بيوګرافي

ډاکټر سيد ابوبکر متقي د سيد احمدخان زوی په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال کې د سرپل ولايت په يوه دينداره او روڼ اندې کورنۍ کې زېږيدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې په سنچارک او له بکلوريا څخه په لوړه کچه زده کړې په ۱۳۶۲ کال کې د فارياب ولايت په ابومسلم عالي مدرسه کې په عالي درجې سره پايته ورسولې او د تفسير او حديثو په څانګو کې يې خپلې زده کړې د پاکستان اسلامي جمهوري هېواد راولپنډۍ کې بشپړې کړي او په ۱۳۶۶ کال کې يې په دغه څانګه کې سند ترلاسه کړ. ډاکټر متقي د شرعي علومو په څانګه کې د ليسانس تر کچې د پاکستان په وفاق المدارس کې زده کړې کړي او په ۱۳۶۸ کال له ياد علمي بنسټ څخه فارغ شوی دی. نوموړي له اسلامي علومو سره د بيسارې مينې له امله وکولای شوای په ۱۳۷۶ کال کې « د اسلامي سياست او اداري پلان» په څانګه کې د مصر هېواد په الازهر بين المللي پوهنتون کې ماسټری ترلاسه کړي. ښاغلي متقي د دوکتورا (phd) سند چې  تر ټولو معتبر او لوړ رسمي تحصيلي سند ګڼل کېږي، په ۱۳۸۴ کال کې په « اسلامي سياست، تقنين، حقوقو او حکومتولۍ اصولو» په څانګه کې له الازهر بين المللي پوهنتون څخه ترلاسه کړ.  

ډاکټر متقي د حقوقو، حکومتولۍ او ... مهمو مسايلو په اړه له ۲۰ زياتو ملي او بين المللي سيمينارونو کې ګډون کړی او له ۱۳ څخه ډېرو هېوادونو ته يې عملي ـ څېړنيز سفرونه کړي دي.

ډاکټر متقي د افغانستان له غوره ليکوالو او څېړونکيو څخه ګڼل کېږي چې په لنډ وخت کې پر دې توانيدلی څو په لاندې بېلابېلو علمي برخو کې ۴۰ علمي ـ څېړنيز آثار وليکلي:

«اصول حکومتداری و ضوابط پارلمانی، پلان اداری و مبادی و اهداف آن در سیستم اسلامی، جرم قتل عمدی در شریعت اسلامی، حل منازعات بین المللی توسط و سایل مسالمت آمیز از نگاه قانون بین المللی و نظام اسلامی، کار و مزد در نظام اسلامی، اثر زبان فارسی در شبه قاره هند، آزادی و نقش آن در ساختار جامعه اسلامی، صرف به روش جدید، شرح زنجانی، شرح کافیه تا منصوبات، شرح سراجی در علم میراث، سیاست داخلی و خارجی دولت اسلامی، فقه الدعوه، العقیده الصحیحه المستنبطه من الکتاب و السنه، فقه مقدماتی در مذهب حنفی، اصول اساسات علم فقه و قانون، اصول و اساسات علم روانشناسی، اصول و اساسات علم تربیه اسلامی، فقه مقایسوی و ادوار تاریخی مذاهب اسلامی، اصول اداره و مدیریت، حقوق اداری، حقوق مالی، کتاب البلاغت، اندیشه های سیاسی، اصول الفقه، اصول الحدیث، حقوق بشر، حقوق محیط زیست» هغه خپل دغه آثار د هېواد علمي ـ اکاډميکې ټولنې ته ډالۍ کړي او له دې لارې يې تر ممکنه حده زموږ په ګران هېواد کې د  څېړنې او تحقیق فرهنګ د بنسټيز کولو په برخه کې خپل رسالت اداء کړی دی.

ډاکټر متقي په ۱۳۸۱ ـ ۱۳۸۶ کلونو کې په الازهر پوهنتون کې د فارسي او ازبکي ژبو ادبياتو څانګو کې، د سعود الباطين کويټي اکاډمۍ کې د عربي ژبې او کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ کې د استادۍ دنده لري او له دې لارې يې د ټولنې روڼ اندي طبقې ته خدمت کړی دي. نوموړي په ۱۳۸۵ ـ ۱۳۸۸ کلونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسسيون کې د قانون  چارو د رييس په توګه دنده ترسره کړې  او اوس مهال د ياد کميسيون د حقوقي سلاکار په توګه  د ملکي خدماتو په چارو کې د حقوقي خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي.

ډاکټر متقي د دې تر څنګ  چې د افغانستان علمي ټولنې ته د پوهنې فرهنګ د بنسټيز کولو او عملي ټولنې د روزنې له‌پاره معتبر علمي آثار وړاندې کړي، د علمي مرکزونو په جوړولو يې هم لاس پورې کړی څو يې په افعانستان کې د پوهې ستنو په رغاونه او له ټولنې څخه د جهل او تورتم د لېرې کولو له‌پاره يو کوچنی ګام پورته کړی وي؛ چې له دې ډلې کولی شو د الازهر علمي کانون، د زهرا (رض) د ښووونکيو روزنې خصوصي انسټيټوټ، د زهرا (رض) د نجونو خصوصي ليسې، د نجونو له‌پاره د زهرا(رض) د قرآني علومو آکاډمۍ او الازهر د لوړو زده کړو مؤسسې څخه يادونه وکړي.  

ډاکټر متقي له پښتو، فارسي، ازبکي، اردو، ترکي، عربي، انګليسي سربيره د منځنۍ آسيا هېوادونو په دوديزو ژبو هم پوهېږي. له ټکنالوژيکو وسايلو او کمپيوټر څخه په عالي کچه د استفادې وړتيا لري.

ډاکټر متقي د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په اوومه له ولسي جرګې څخه د باور رأيې په ترلاسه کولو او د جمهوري رياست مقام د ۱۳۹۴/۱۰/۱۰ نېټې د (۱۱۸) شمېر حکم پر بنسټ د څلورو کلونو له‌پاره د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي په توګه وټاکل شو.