قضاوتیار محمدعارف حافظ، د کمیسیون غړې

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د مرستيال او غړي ښاغلي قضاوتيار محمد عارف حافظ بيوګرافي

ښاغلی قضاوتيار محمد عارف حافظ د حاجي محمد داوود زوی په ۱۳۵۵ کال کې د پنجشير ولايت په پريان ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

نوموړي قرآن کريم حفظ کړی او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د پنجشير ولايت د پريان ولسوالۍ په کرپيتاپ ښوونځي کې پايته ورسولې او وروسته د خپلو زده کړو د دوام له‌پاره پاکستان ته لاړ او په ۱۳۷۱ کال کې يې دولسم ټولګي د فراغت سند د پيښور له الهجرت مدرسې څخه ترلاسه کړ.

ښاغلي حافظ د بکلوريا دورې له پايته رسيدو وروسته د کابل ښار په امام ابوحنيفه مدرسې کې شامل شو او په ۱۳۷۴ کال کې يې له دغه مدرسې څخه د څوارلسم ټولګي سند ترلاسه کړ.

هغه په ۱۳۸۱ کال کې د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه د فقهې او قانون په برخه کې د ليسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۳۹۱ کال کې د لوړو زده کړو د دوام په هدف په کابل کې په آزاد اسلامي پوهنتون کې شامل شو چې په ۱۳۹۲ کال کې يې له دغه پوهنتون څخه د بين المللي جزاء حقوقو او جرم پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. 

ښاغلی حافظ په ۱۳۸۳ کال کې د قضايي ستاژ دوره په کابل کې د  عدلي او قضايي اصلاحاتو په خپلواک کميسيون کې پايته ورسوله او وروسته يې د قضايي علومو د تخصص دورې په ترلاسه کولو سره د جمهوري رياست د ۱۳۸۳/۴/۲۳ نېټې د (۱۵۶) شمېرې فرمان پر بنسټ قضايي انسلاک ترلاسه کړ.  

قضاوتيار حافظ په حقوقي ـ قضايي برخو کې ډېرې رسالې هم ليکي چې له ځينو څخه يې په لاندې ډول يادونه کوو:

سیاست جنایی قضایی افغانستان در مورد خشونت علیه زنان (د ماسټرۍ تېزس)؛

عقد وکالت از دیدگاه فقه وقانون (د ليسانس دورې مونوګراف)؛

 طرز رهنمود رسیدگی به دعاوی مدنی در محاکم افغانستان وتبصره های از حقوق بشر«Global rights»؛

 رهنمود کار های عملی در امور قضایی از مرحله کشف جرم الی صدور حکم قطعی ونهایی «Global rights» ؛

سیستم حقوقی افغانستان (منول)؛

 حقوق فامیل (منول) ؛

 حقوق طفل(منول)؛

همدارنګه يې په حقوقي ـ قضايي برخو کې يو زيات شمېر مقالې ليکي چې په معتبرو ملي مجلو کې خپرې شوي چې له لاندې هغو څخه يادونه کوو:

۱.     حق میراث زنان در شریعت اسلام؛

۲.      منابع شریعت؛

۳.      منابع قانون؛

۴.      سن رشد برای اطفال؛

۵.      تاریخچه تدوین قوانین؛

۶.      زن منحیث قاضی، شاهد ومتضرر؛

۷.     ازدواج واحکام آن.

قضاوتیار حافظ په ترکيې، مصر او مراکش هېوادونو کې په معتبرو بين المللي سيمينارونو کې ګډون کړی او په ډېرو ملي سيمنيارونو کې يې چې د (USAID)، (Global rights)، (IDLO) بنسټونو له‌خوا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د بشري حقونو او اسلامي او ملي قوانينونو کې د ښځو حقونو په اړه جوړ شوي، د روزونکي په توګه ګډون کړی دی.

ښاغلی حافظ له پنځلسو کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو کې خدمت کړی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو او شرعياتو پوهنځيو او همدارنګه د البيروني پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د ګلوبل رايتس دفتر د حقوقي ستاز پروګرام په برخو کې په تدريس بوخت دی. نوموړی له ۱۳۸۳ کال راهيسې د هېواد په بېلابېلو محکمو کې د قاضي او د محکمې د رييس په توګه دندې ترسره کړي چې په لاندې برخو کې يې تر ټولو عمده مدني او جزايي قضيې ارزولي دي:

۱. له دوو زرو څخه د زياتو مدني قضيو حل او فصل او د پرېکړو صادرول ( د اشخاصو حقوق او وجايب، شخصيه احوال، د عقودو قضيې، ميراث، د منقولو او  غير منقولو مالونو ملکيت، شفع، ديون او ...)

۲. د جزايي قضيو حل او فصل او تر ۱۰۰۰ څخه زياتو پرېکړو صادرول ( عمومي جزاء، د امنيت او عامه ګټو ضد جرمونه، ترهګريز جرايم، له جعل او تزوير څخه زېږنده جرمونه، د اختلاس جرمونه او داسې نور موارد)

۳. د وثیقو اجراء کول ( ابراء ليکونه، د ليکونو اصلاح، د ليکونو وصایت او د شهيدانو او معلولينو د حقوقو وثایق ...)

نوموړی مخکې له دې چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي په توګه له پارلمان څخه د باور رأيه واخلي، د کابل د دويمې حوزې د ابتداييه محکمې د مدني ديوان د رييس په توګه يې دنده ترسره کوله.

ښاغلي حافظ د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په اوومه له ولسي جرګې له ټولو ۱۸۷ رأيو څخه د ۱۳۱ باور رأيو په اخېستلو او د جمهوري رياست مقام د ۱۳۹۴/۱۰/۱۰ نېټې د (۱۱۸) شمېر حکم پر بنسټ له بست څخه په پورته ربته کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي په توګه وټاکل شو.