داکتر عبدالله شفایی د کمیسیون غړی

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي ښاغلي عبدالله شفايي بيوګرافي

عبدالله شفايي په ۱۳۵۱ کال د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ د باغچار کلي کې په يوه دين دينداره کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی. نوموړي ليک لوست له خپل پلار حاجي ملا براتعلي څخه زده کړ او په ۱۳۶۰ کال کې له خپلۍ کورنۍ سره د ايران اسلامي جمهوري دولت ته کډوال شو.

ډاکټر شفايي په ۱۳۷۴ کال له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته تجربي علومو ( ساينس) څانګې ته بريالی شو او همغه کال د عمومي کانکور له لارې د مفيد پوهنتون په حقوقو څانګه کې ومنل شو چې په ۱۳۷۸ کال د ليسانس په کچه ورڅخه فارغ شو. نوموړي په ۱۳۸۲ کال د همغه پوهنتون د ځانګړيو حقوقو په څانګه کې ماسټرۍ ته ومنل شو او په ۱۳۸۴ کال کې د « د افغانستان د شعيه‌ګانو د شخصيه احوالو» موضوع کې د خپل ماسټرۍ دورې له تيزيس څخه پر دفاع بريالی شو. ډاکټر شفايي په ۱۳۹۲ کال کې له تهران پوهنتون څخه د خصوصي حقونو په څانګه کې د دوکتورا (phd) سند په ترلاسه کولو بريالی شو او د خپلې دوکتورا د تيزيس موضوع يې د «قرارداد استصناع و تأثیر آن در بازار پول و سرمایه» وه چې په بريا سره ورنه دفاع وکړه.

ډاکټر شفايي د رسمي زده کړو تر څنګ په ديني علومو کې هم تر عالي کچې زده کړې کړي او په ۱۳۸۴ کال کې د قم له علميه حوزې څخه په څلورمه کچه ( د دوکتورا معادل) فارغ شوی دی.

ډاکټر شفايي په ځينو ملي او بين المللي سيمينارونو کې هم ګډون کړی چې له هغو څخه په تهران کې د کورنۍ حقونو بين المللي سيمينار او د جرمني د مطالعاتي فرصت له دريې مياشتني پروګرام څخه يادونه کوو. هغه د زده کړو تر څنګ د څېړنې او تحقيق چارې هم ترسره کړي او د حقوقي چارو او فقهې په برخو کې يې يو زيات شمېر آثار ليکلي چې له هغو څخه لاندې کتابونو ته اشاره کوو:

·         احوال شخصیه شیعیان افغانستان، قم: خپرندوي جامعه المصطفی، ۱۳۸۷ کال، «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د علامه محمود طرزي جشن له‌پاره غوره شوی اثر او د بلخ کتاب جشن له‌پاره غوره شوی کتاب ».

·        رهنمود ماکس پلانک برای حقوق فامیل شیعیان افغانستان، کابل: خپرندويه ټولنه: ماکس پلانک مؤسسه،۱۳۹۰کال.

·        رهنمود ماکس پلانک برای حقوق اموال و ملکیت در افغانستان، کابل: ماکس پلانک مؤسسه ، ۱۳۹۲ کال، (دغه کتاب د څو تنو استادانو په مرسته ليکل شوی دی).

·        قرارداد استصناع و تأثیر آن در بازار پول و سرمایه (ناچاپ).

همدارنګه د ډاکټر شفايي کابو ۳۰ علمي مقالې هم په ځينو معتبرو ملي او بين المللي مجلو او فصل‌نامو کې په لاندې محورونو باندې خپرې شوې دي.

احوال شخصیه در فقه و حقوق، مبانی احوال شخصیه شیعیان افغانستان، حق التألیف از دیدگاه فقه تطبیقی، فقه و زنده‌گی، ­بازشناسی نهاد حریم، مسوولیت مدنی اشخاص حقوقی با تکیه برنهادهای درمانی، حقوق پناهندگان در اسناد بین المللی، احوال شخصیه اقلیت­ های دینی در دولت اسلامی، احوال شخصیه تونس(ژباړه)، تعارض قوانین در نظام حقوقی افغانستان، مسوولیت مدنی دولت، آیینه و میزان(جایگاه اخلاق در حقوق)، حقوق مالی زوجه، انحلال نکاح برابری یا نابرابری، حق سکونت زن، بررسی قرارداد مهندسی، تهیه مواد و اجرا (EPC)، ارث در فقه تطبیقی و حقوق افغانستان، بازخوانی حقوق خانواده در پرتو سنت نبوی، جریان شناسی تدوین قانون احوال شخصیه اهل تشیع افغانستان، حمایت از خانواده در قانون منع خشونت علیه زن، بررسی حقوق خانواده در پرتو اخلاق، قلمروقانون احوال شخصيه اهل تشيع، حقوق ارث و اشتغال زوجه، زمان انتقال مالكيت در قرارداد سفارش ساخت. مقدمه علم حقوق، حقوق اموال و مالکیت، حقوق تجارت، حقوق قرارداد­ها، مسوولیت مدنی، حقوق اسلامی، حقوق زنان، حقوق طفل، حقوق بین الملل خصوصی، حقوق بین الملل عمومی و حقوق اساسی د هغو مضمونونو ټولګه ده چې ډاکټر شفايي له ۱۳۸۷ کال راهيسي په ځينو خصوصي پوهنتونونو، قضايي ستاژونو او لنډمهالو ورکشاپونو کې تدريس کړي دي.

ډاکټر شفايي له ۱۳۸۷ کال راهيسې بېلابېل دولتي او خصوصي ادارو کې دندې ترسره کړي دي:

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر دويم مرستيال د حقوقي او پارلماني چارو د سلاکار، د ابن سينا پوهنتون علمي پلاوی او مؤسس،  د ابن سينا پوهنتون د مزار شريف څانګې علمي مرستيال، د ابن سينا پوهنتون د حقوقو پوهنځي د رييس، د اندېشې بنسټ د فقهې او حقوقو ډيپارټمنټ رييس، د کاتب پوهنتون د عملي پلاوی غړي، د شخصيه احوالو قانون د اصلاح کميټې غړی، د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې غړی، د افغانستان د حقوقي مطالعاتو د مرکز غړی او د سينا کتاب فصل‌نامې کتن‌پلاوي په توګه. 

همدارنګه يې د مير مسجدي خان افتخاري مډال، د علامه محمود طرزي جشنوارې تر ټولو غوره ستاينليک « د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له‌خوا» د مفيد پوهنتون له‌خوا د څېړنې د تر ټولو غوره محصل ستاينليک، د شيخ طوسي جشنوارې دويمه رتبه ستاينليک، د ايران د فرهنګي وړتياوو جشنوارې لومړی درجه ستاينليک، د کاتب لوړو زده مؤسسې په تأسيس کې د ګډون له امله ستاينليک، د بلخ کتاب جشنوارې غوره شوې، د بين المللي قراردادونو شهادت نامه، د بين المللي خبرو اترو د اوصولو، فنونو او هنر تصديق ليک هغه وياړونه دي چې ښاغلي شفايي په علمي ـ فرهنګي چارو کې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر شفايي د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په اوومه نېټه له ولسي جرګې څخه د باور رأيې په اخيستو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مقام د ۱۳۹۴/۱۰/۱۰ نېټې د ( ۱۱۸ ) شمېرې حکم پر بنسټ له رتبې څخه په خارج بست کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي په توګه وټاکل شو.