د اساسي قانون پر تطبيق د ځارنې خپلواک کميسيون کې HRMIS سيسټم پرانسته

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کميسيون د هوکړې پر بنسټ، نن د غبرګولي په ۱۱ مه په ياد کميسيون کې د HRMIS سيسټم په رسمي توګه پرانستل شوو.

په دغه مراسمو کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون رئيس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي، غړي ښاغلي ابوبکر متقي، غړي، د دارالانشاء لوی رئيس ډاکټر هدايت الله حبيب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کميسيون لوی رئيس احمد مسعود توخي او د يادو ادارو يو شمېر رئيسانو او کارکوونکيو ګډون کړی وو.

دغه مراسم د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شول، ورپسې ښاغلي مسعود توخي د کميسيون له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د دغه پروګرام تطبيق ته يې زمينه برابره کړې. هغه د HRMIS سيسټم او ښې حکومتولۍ د تطبيق په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته يې کړه:« دغه سيستم په تېرو حکومتونو کې له يو لړ ننګونو سره مخ وو خو اوس له نېکه مرغه يو شمېر استعداد لروونکي ځوانان پر دې وتوانيدل چې څو دغه ستونزې حل  او په ټول هېواد کې د بشري منابعو او تشکيلاتو په برخه کې دغه سيسټم د استفادې وړ وګرځوي»

هغه زیاته کړه چې د دغه سيسټم يوه ځانګړنه په دولتي ادارو کې د خيالي کارکوونکيو تفکيک دی چې په آنلاین بڼه د دغه سيسټم کارول دغه ستونزه په بشپړ ډول حلوي.

له هغه وروسته ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزی د اداري اصلاحاتو له دغه اقدام څخه مننه وکړه او زياته يې کړه:« په حقيقت کې اوسنی پروګرام پخوا نه وو دود او ټول دولتي کارونکيو له زوړ سيسټم څخه استفاده کوله چې اغېزناک نه‌وو او اوس به د HRMIS سيسټم اوالکټرونيکي حکومتولۍ په تطبیق سره په دولتي ادارو کې کاري اغېزناکتيا زياته شي»

د پروګرام پر دوام د اداري اصلاحاتو کارکوونکې د دغه سيسټم د کارونې په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ياد کميسيون بل کارکوونکيو همایون عبدالرحیمزی په دې اړه پريزنتيشن وړاندې کړ.

مراسم د کميسيون د رئيس او غړيو په بايمتريک سره په رسمي توګه پيل شو.