په کنړ ولايت کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د کنړ ولايت محلۍ اداري په همکارۍ د دغه ولايت د دولتي ادارو کارکوونکيو ته له اساسي قانون څخه د پوهاوي دوه ورځنی سيمينار جوړ کړ.  

په دغه سيمينار کې چې « د افغانستان اساسي قانون کې د اتباعو د اساسي حقونو ارزونه» تر سرليک لاندې د روان ۱۳۹۸ کال د وري په ۲۳ مه جوړ شوی وو، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسیون غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي سربېره د ياد ولایت والي، د اداري واحدونو رئيسانو او د علماوو او ولايتي شورا غړيو سربېره يو زيات شمېر کارکوونکيو ګډون کړی وو.

سيمينار د کلام الله مجيد په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پيل شو. ورپسې د کنړ والي ښاغلي عبدالستار ميرزکوال ميلمنو ته په ښه‌راغلاست ويلو سره ياد سيمينار لومړنۍ هغه وګاڼه چې د دغه ولايت په کچه ترسره کېږي. هغه اساسي قانون د سيمې په کچه يوازينۍ اساسي قانون وباله چې اساسي حکمونو او د اتباعو حقونو ته په‌کې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

 

ښاغلي ميرزکوال دولتي مسوولانو او خلکو ته په خطاب کې وويل چې د دغه ستر ملي ارزښت ساتنې له‌پاره مټې رابډ وهي او د تطبیق له‌پاره يې لاسونه سره ورکړي. هغه له اساسي قانون او اسلامي جمهوري نظام څخه د کنړيانو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

دښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي خبرې « اساسي قانون د اسلامي شريعت په رڼا کې» موضوع ته ځانګړې شوې وې. هغه د اساسي قانون د تسوید، تصويب او توشیح بهيرونو ته په اشارې سره وويل چې دغه ټول بهيرونو د خلکو استازيو په مشوره د هېواد د پوهانو له‌خوا ترسره شوي دي.

نوموړي د ايران او سعودي عرستان په څېر د نورو اسلامي هېوادونو اساسي قوانینو ته په اشارې سره وويل چې د اساسي قانون په درېيمه ماده کې دا قيد شوې چې په افغانستان کې هيڅ قانون د اسلام سپيڅلي دين د حکمونو او معتقداتو خلاف نه‌شي وضع کيدلی.

 

هغه کنړيان قانونه‌پاله ولسونه ياد کړل او ور څخه ويې غوښتل چې د اساسي قانون د لاښه تطبیق په برخه کې له دولت سره مرسته وکړي او د هېواد له اساسي قانون څخه ملاتړ وکړي ځکه چې دغه نظام د اساسي قانون د څلورمې مادې پر بنسټ يو ولسي نظام دی چې حاکميت په خلکو پورې اړه لري.  

له هغه وروسته د کنړ پوهنتون استاد ښاغلي محمدسلیم کریمزي د اساسي قانون په اړه د تفصيلي معلوماتو په وړاندې کولو سره وويل چې د هېواد نافذه قانون په بېلابېلو برخو کې هېواد کې د پرمختګونو زمينې برابره کړي چې خلک بايد له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

همدارنګه له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رئیس ښاغلي محمد ضياء فرهمند د اساسي قانون پالنې په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې پخوا به پاچاهان ټول‌واکه وو او د هېواد ټولې چاري د هغوی په خوښه ترسره کيدې او خلکو ته په‌کې هيڅ ډول حق نه‌ ورکول کيده خو د اساسي قانون په رامنځته کيدو سره خلک په واک او د خپل برخليک په ټاکلو کې شريک شول.  

 

د سيمينار په ترڅ کې د کميسيون له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ کارپوه ښاغلي محمد خليل قيامي د افغانستان په اساسي قانون کې د عادلانه محاکمې د اصولو د رعايت او د دغه ډيپارټمنټ مسلکي غړي ښاغلي حکمت الله ظهير په اساسي قانون کې د اتباعو د حقوقو او وجايبو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

همدارنګه د سيمينار په بله برخه کې د ګډونوالو له‌خوا د موضوع په اړه يو لړ پوښتنې مطرحه شوې چې د ښاغلي هروي له‌خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

په پای کې سيمينار د کنړ مرستيال والي ښاغلي ډاکټر ګل محمد بيدار له‌خوا مثبت وارزول شو او د اساسي قانون او قانون‌پالنې په اړه د عامه پوهاوي کچې د لوړاوي په موخه يې دا وړ سيمينارونو د دوام غوښتوونکی شو.

همدارنګه ډاکټر هروي له اساسي قانون څخه د سيمه‌ييزو چارواکيو د هڅو له امله د کنړ والي او مرستيال والي ته د قانون پالنې د رکن په توګه د اساسي قانون لوګو ډالۍ کړې.

 سيمينار افغانستان او افغانانو ته سوکالۍ دعايې په لوستلو سره پایته ورسيد.