په لغمان ولايت کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د لغمان ولايت د دولتي ادارو کارکوونکيو ته « د افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو د حقونو ارزونه» تر سرليک لاندې له اساسي قانون څخه د پوهاوي دوه ورځنی سيمينار جوړ کړ.

په دغه سيمينار کې چې د روان ۱۳۹۸ کال د وري په ۱۹ مه د لغمان ولايت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو، په‌کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي سربېره، د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننګ، د ولايتي او عالمانو شورا غړيو، د دولتي ادارو رئيسانو او يو شمېر دولتي کارکوونکيو ګډون کړی وو.

سيمینار د کلام الله مجید د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې ښاغلي محمد آصف ننګ په خپلې پرانستوونکې وينا کې قانون او قانون پالنه د ټولنې د پرمختګ يو مهم اصل ياد کړ او ټول هېوادوال يې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو د حکمونو پر رعايت مکلف وګڼل. هغه د دغه سيمينار د جوړيدو له امله د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون څخه په مننې سره د ولايتونو او ولسواليو په کچه د دا وړ سيمينارونو د پراختيا او دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي « اساسي قانون د اسلامي شريعت په رڼا کې» موضوع باندې بحث وکړ او د اساسي قانون ۱، ۲ او ۳ مادې ته په اشارې سره يې وويل چې د افغانستان اساسي قانون په لويه جرګه کې د هېواد د مخکښو پوهانو او عالمانو له کره کتنې وروسته تصويب شوی چې نه يوازې له اسلامي احکامو څخه کوم ټکر نه لري، بلکې د دغه قانون مطابق په افغانستان کې هيڅ کوم قانون د اسلام د سپيڅلي دین د حکمونو خلاف  نه شي وضع کيدلی.

ډاکټر عبدالرووف هروي همدارنګه په نړۍ او افغانستان کې د اساسي قانون د حراست بنسټونو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وويل چې د نړۍ په ډېری هېوادونوکې د اساسي قانون د ساتنې او حراست له‌پاره له قضايي او سياسي تګلارو څخه استفاده کېږي، چې هر سيسټم د اساسي قانون له ارزښتونو څخه د ساتنې له‌پاره بېلابېلې تګلارې لري خو د افغانستان اساسي قانون د ۱۵۷ مادې مطابق دغه مسوولیت د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون ته ورکړل شوی چې د ځانګړي قانون مطابق خپلې چارې سمبالوي.

 

 

هغه زياته کړه چې افغانستان له بده مرغه له يو حقوقي شاتګ سره مخ شو، څومره به ښه وو چې د ۱۳۶۶ او ۱۳۶۹ کلونو د اساسي قانون د اساسي قانون شوراګانې بېرته فعاله شي  څو د اساسي قانون له ارزښتونو څخه په سمه توګه ساتنه وشي.

هغه د لغمان له ټولو مسوولانو وغوښتل چې په خپلو ورځنيو چارو کې اساسي قانون او نور نافذه قوانین اصل وګرځوي څو له دې لارې د قانون ماتونې او له قانون څخه د معافيت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

همدارنګه د سيمينار په لړ کې د ګډونوالو له‌خوا د موضوع په اړه ځينې پوښتنې هم مطرحه شوې چې د ښاغلي هروي له‌خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

له هغه وروسته د لغمان د ولايتي شورا رئيس ښاغلي عتیق الله عبدالرحیمزی د نافذه اساسي قانون د ښيګڼو په اړه د سيمينار ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې ټول خلک بايد د اساسي قانون د حکمونو په تطبیق کې يو بل ته لاسونه سره ورکړي څو له دې لارې وکولی شو له يوې بشپړې قانونمندې ټولنې څخه برخمن شو.

 

ورپسې د لغمان پوهنتون استاد او رئيس ښاغلي پوهنمل عبدالصبور غفورزي د افغانستان اساسي قانون په اړه د تفصيلي معلوماتو په وړاندې کولو سره وويل چې د غه قانون د هېواد د پرمختګ له‌پاره په بېلابېلو برخو د پرمختګ زمينې برابره کړې او خلک او دولت بايد ورڅخه سمه ګټه پورته کړي.

همدارنګه د اساسي قانون د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رئيس ښاغلي محمد ضياء فرهمند ګډونوالو ته په نړۍ او افغانستان کې د اساسي قانون پالنې د مخنيې په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې افغانان د لومړي ځل له‌پاره د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د نظام‌نامې په نوم له اساسي قانون څخه برخمن شول چې په هغه کې د حکومت او خلکو حقوق او وجايب په روښانه توګه مشخص شوي وو.

ښاغلي محمد ضياء فرهمند همدارنګه د قانون پالنې د ښيګڼو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په نړۍ کې د اساسي قانون پالنې بهير په پيل سره د لومړي ځل له‌پاره خلک د خپل برخليک ټاکلو او حقه حقوقو څخه د استفادې له حق څخه برخمن او د واکمنو د واک حدود د قانون په چوکاټ کې تنظيم شول.

 

ورپسې د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ښاغلي فيضان الله پټان په خپلو خبرو کې اساسي قانون يوه ملي وثيقه ياده کړه چې ژمنتيا، وفاداري او تعهد يې په هېواد کې د قانون حاکميت تضمينوي.

د سيمينار په ترڅ کې د کميسيون له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ کارپوه ښاغلي محمد خليل قيامي د افغانستان په اساسي قانون کې د عادلانه محاکمې د اصولو د رعايت او د دغه ډيپارټمنټ مسلکي غړي ښاغلي حکمت الله ظهير په اساسي قانون کې د اتباعو د حقوقو او وجايبو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د پروګرام په پای کې د لغمان ښاروال ښاغلي نظيف الله الکوزي د کميسيون له رهبرۍ څخه په ستاينې سره، سيمينار مثبت وارزاوو  او هيله يې وښوده چې ګډونوال به د سيمينار له محتوياتو څخه پوره ګټه واخلي  څو د قانون حاکميت په برخه کې ورسره مرسته وکړي. هغه په اوسنيو شرایطو کې له اساسي قانون څخه پوهاوی اړين وګاڼه.

ډاکټر هروي د سيمينار په پای کې د قانون حاکميت په برخه کې د ځايي مسوولانو د هڅو له امله د ياد ولايت والي او ښاروال د اساسي قانون لوګو په ډالۍ باندې ونازول.  

سيمينار افغانستان او افغانانو ته سوکالۍ دعايې په لوستلو سره پایته ورسيد.