په ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

 

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د حج، ارشاد و اوقافو وزارت په همکارۍ د دغه وزارت کارکوونکيو ته له اساسي قانون څخه د پوهاوي يو ورځنی سيمينار جوړ کړ.  

په دغه سيمينار کې چې « اساسٍي قانون د اسلامي شریعت په رڼا کې» تر سرليک لاندې د روان ۱۳۹۸ کال د وري په ۱۵ مه جوړ شوی وو، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسیون غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي سربېره د حج او اوقافو وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر امین الدین مظفري رئيسانو او يو زيات شمېر کارکوونکيو ګډون کړی وو.

سيمينار د قاري برکت الله سلیم له‌خوا د  کلام الله مجيد په تلاوت سره پيل شو. ورپسې ښاغلي امین الدین مظفری ميلمنو ته په ښه‌راغلاست ويلو سره ياد سيمينار له دوه اړخه « شریعت او قانونیت» مهم وباله او زياته يې کړه چې د قانون پالنې اصل د بشري ژوند له پيل څخه سرچينه اخلي.

نوموړي قانون او قانونيت ته د بشري ټولنې اړتيا ته په اشارې سره وويل چې اسلامي ټولنې نه يوازې دا چې له اساسي قانون سره مخالفت نه‌لري بلکې ځانونه په نړۍ کې د اساسي قانون پالنې سرلاري او بنسټ اېښودنکي ګڼي.

ښاغلي مظفري د افغانستان اوسنی قانون د اسلامي محتوا له اړخه تر ټولو بډايه قانون وګاڼه چې د سيمې په هېوادونو کې ساری نه لري.

له هغه وروسته ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي د اساسي قانون د ۱، ۲، ۳، ۱۴۹ او ۱۲۱ مادو په تشريح سره وويل چې د افغانستان نافذه اساسي قانون نه يوازې دا چې له اسلام سره مخالفت او مغايرت نه‌لري، بلکې ډېری محتوا يې د اسلام سپيڅلي دين له حکمونو څخه اخېستل شوې ده.

هغه د ايران او سعودي عرستان په څېر د نورو اسلامي هېوادونو اساسي قوانینو ته په اشارې سره وويل چې د اساسي قانون په درېيمه ماده کې دا قيد شوې چې په افغانستان کې هيڅ قانون د اسلام سپيڅلي دين د حکمونو او معتقداتو خلاف نه‌شي وضع کيدلی.

ښاغلي ډاکټر هروي د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره وويل چې دغه خبرې بايد اساسي قانون په چوکاټ کې پر مخ لاړې شي.

همدارنګه له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رئیس ښاغلي محمد ضياء فرهمند د اساسي قانون پالنې په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د اساسي قانون اصلي هدف د چارواکيو د قدرت او واک د حدودو ټاکل او د قانون حاکميت دی، څو ټول وګړي د هغه قانون تر سيوري لاندې ژوند وکړي چې په خپله يې جوړ کړی دی.

په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا د موضوع په اړه يو لړ پوښتنې مطرحه شوې چې د ښاغلي هروي له‌خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

سيمينار افغانستان او افغانانو ته سوکالۍ دعايې په لوستلو سره پایته ورسيد.