په لويې څارنوالۍ کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د هېواد د لويې څارنوالۍ په همکارۍ د دغې ادارې کارکوونکيو ته له اساسي قانون څخه د پوهاوي يو ورځنی سيمينار جوړ کړ.  

په دغه سيمينار کې چې « د افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو د حقونو د ارزونې بحث» تر سرليک لاندې جوړ شوی وو، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسیون غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي سربېره د لويې څارنوالۍ مرستيالانو، رئيسانو او يو زيات شمېر کارکوونکيو ګډون کړی وو.

 

سيمينار د کلام الله مجيد له تلاوت او د ملي سرود په خپريدو سره پيل شو. وروسته د لويې څارنوالۍ مرستيال ښاغلي ډاکټر غلام حیدر علامه ميلمنو ته په ښه‌راغلاست ويلو سره په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اساسي قانون د تطبيق په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې اساسي قانون د افغانانو تر ټولو مهم تړون دی چې په خپلو منځونو کې او له دولت سره د هغوی اړېکې او مناسبات تنظيموي.

هغه همدارنګه په عدلي او قضايي ارګانونو په تېره بيا لويې څارنوالۍ کې د اساسي قانون د تطبيق څرنګوالي ته په اشارې سره وويل چې څارنوالان بايد په خپلو اجراآتو کې د اساسي قانون ټولو مواردو په تېره بيا د اتباعو حقونو ته لومړيتوب ورکړي. هغه وويل څارنوالان اړتيا لري څو د اساسي قانون په اړه هر اړخيز پوهاوی او کافي معلومات ولري.

 

ورپسې ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي په نړۍ او افغانستان کې د اساسي قانون حراست بنسټونو په اړه د معلوماتو به وړاندې کولو سره وويل چې اساسي قانون په نړۍ کې ستر تحول او بدلون رامنځته کړ، ځکه له هغه مخکې د نړۍ په کچه پاچاهان ټول‌واکي وو او پرته له دې چې د خلکو نظر او رأيې ته پام وکړي، د هېواد ټولې چارې يې په خپله ترسره کولې او د قواوو د تفکيک موضوع هيڅ مطرحه نه وو، خو د اساسي قانون په رامنځته کيدو سره خلکو ته دا فرصت برابر شو څو خپل او  د هېواد برخليک په ټاکلو کې ونډه واخلي، چې له نېکه مرغه افغانستان هم له دغه کاروان څخه بهر پاتې نه شو او په لومړي ځل د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د نظامنامې په نوم له ټوليز اساسي قانون څخه شو.

 

ښاغلي ډاکټر هروي زياته کړه چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون دا خپله دنده بولي چې په ټول هېواد کې خلکو ته د اساسي قانون د حکمونو په اړه پوهاوی ورکړي څو خلک د ملي وثيقې په توګه له خپل اساسي قانون څخه پوهاوي ترلاسه کړي.

 

همدارنګه له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رئیس ښاغلي محمد ضياء فرهمند د اساسي قانون پالنې په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د اساسي قانون اصلي هدف د چارواکيو د قدرت او واک د حدودو ټاکل او د قانون حاکميت دی، څو ټول وګړي د هغه قانون تر سيوري لاندې ژوند وکړي چې په خپله يې جوړ کړی دی.

په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا د موضوع په اړه يو لړ پوښتنې مطرحه شوې چې د ښاغلي هروي او ښاغلي علامه له‌خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.