د هېواد د امنيتي ـ دفاعي ځواکونو له ټپيانو څخه د کميسيون د رئيس او مرستيال ليدنه

 

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون رئيس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي او د کميسيون مرستيال ښاغلي قضاوت‌يار محمد عارف حافظ، په داسې حال کې چې د دارالانشاء لوی رئیس، د دفتر رئيس، د ملي اردو صحيه قوماندان او د کميسیون يو شمېر کارکوونکيو يې ملتيا کوله، د روان ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۸مه، د هېواد د دفاعي ـ امنيتي ځواکونو د ملاتړ ورځې ( د کب نهمه) په مناسبت، په سردار محمد داوود خان نظامي روغتون کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ټپيانو څخه ليدنه وکړه.

د کميسون رئیس او مرستيال له ټپیانو څخه د ليدنې پر مهال امنيتي ځواکونه د نظام او دولت ځواکمنې مټې يادې کړي او څرګنده يې کړه چې د اساسي قانون د حکمونو مطابق، له هېواد څخه دفاع د هر وګړي وجيبه ده او نن ورځ تاسو د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې له داسې حکومت او نظام څخه دفاع کوئ چې د اسلام او ولسواکۍ د ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

چې په بدل کې يې د هېواد امنيتي ـ دفاعي ځواکونو ټپيانو د کميسيون د رهبرۍ پلاوي له دغې ليدنې څخه په مننې سره يادونه وکړه چې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې به تر وروستۍ سلګۍ ودرېږي او نه پرېږدي چې د افغانانو هوساينه او امنيت له خطر سره مخ شي.

له هغه وروسته د دارالانشاء لوی رئيس ښاغلي ډاکټر هدایت الله حبيب، د دفتر رئيس او يو شمېر کارکوونکيو د هېواد امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنې په تازه کولو سره د ملي اردو ټپيانو ته وينه ورکړه او څرګنده يې کړه چې په هر حالت کې د سولې او آرامۍ دښمنانو پر وړاندې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او له اسلامي جمهوري نظام څخه به دفاع او ساتنه کوي.