د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون غونډه وکړه

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د روان ۱۳۹۷ کال د کب مياشتې په ۵مه، د دغه کميسيون د رئيس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزی او د غړيو د دارالانشاء د لوي رئيس په شتون کې خپله عاده غونډه ترسره کړه.

لومړی د کميسيون منشي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي، د کميسيون د پخوانيو مصوبو او پرېکړو د تطبیق د څرنګوالي په اړه د غونډې ګډونوالو ته ريپورټ ورکړ، له هغه وروسته لاندې موضوع‌ګانې تر بحث لاندې ونيول شوې او په اړه يې د اساسي قانون حکمونو په رڼا کې لازم تصميمونه ونيول شول.

په پيل کې د کورنيو چارو وزارت له‌خوا په ټولنيزو شبکو کې د ځينو شکمنو کسانو د ليست خپرولو په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې د احالې  د ځواب په اړه بحث وکړ، په دې اړه چمتو شوې حقوقي نظريه په پرنسیب کې تأييد شو او د اساسي قانون د تشريح او حقوقي مشورو ډيپارټمنيټ ته دنده وسپارل شوه څو ياده نظريه د کميسيون د غړيو له تأييد او لاسليک وروسته اړوندو مراجو ته واستوي. 

ورپسې د اساسي قانون حکمونو له تطبیق څخه د څارنې شاخصونه چې د نادولتي دارو پر کړنو د څارنې ډيپارټمنيټ له‌خوا د کميسيون غونډې ته وړاندې شوي وو، تر بحث لاندې ونيول شول. په دې اړه پرېکړه وشوه څو ياد ډيپارټمنټ د کميسيون د غړيو د نظريو له درج وروسته په ياده طرحه کې لازم اصلاحات راولي او د تصويب له‌پاره يې د کميسيون راتلوونکې غونډې ته يې وړاندې کړي.

غونډې همدارنګه پرېکړه وکړه څو د دارالانشاء لوی رياست د يوې کاري اوونۍ په ترڅ کې خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان او د ۱۳۸۹ کال کاري پلان د کميسيون د غړيو د نظريو له توحيد وروسته د تأييد له‌پاره د کميسيون غونډې ته وړاندې کړي.

غونډه د هېواد او هېوادوالو له‌پاره خير دعايې په لوستلو سره پایته ورسيده.