د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک خپله عادي غونډه جوړه کړه

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون عادي غونډه د دغه کميسيون د رييس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي او د غړيو په شتون کې ترسره شوه.

لومړی د کميسيون منشي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي غونډې ته د تېرو مصوبو د تطبیق څرنګوالي په اړه ريپورت ورکړ او ورپسې لاندې موضوع‌ګانې تربحث لاندې ونيول شوې او د اساسي قانون حکمونو په رڼا کې يې په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

په سرکې د اساسي قانون حکمونو د نقض مواردو د ريپورټ په اړه بحث وشو او د خپرېدو په اړه يې پرېکړه وشوه څو د کميسيون د ټوليزو اړېکو وسايلو له لارې دې خپور او د عامه خلکو تر غوږونو ته ورسول شي څو د اساسي قانون حکمونو د نقض له تکرار څخه مخنيوی وشي.

ورپسې د دولتي چارواکيو او کارکوونکيو د شتمنيو د ثبت او اشاعې قانون په اړه د جمهوري رياست عالي مقام د رد دلايلو په باره کې د ملي شورا ولسي جرګې د مصوبې» په اړه د پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د « ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو ترسره کيدو» په اړه د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې احالې تر بحث او څېړنې لاندې ونيوې، له دې امله چې يادې احالې د کميسيون قانون د نهمې مادې پر بنسټ د اړوندو بنسټونو له لارې نه‌وې راستول شوې، نو پرېکړه وشوه څو اړوندو مراجعو ته ابلاغ شي چې يادې احالې د کميسيون قانون  نهمې مطابق د اړوندو ادارو له لارې راواستوي.

له هغه وروسته د اساسي قانون حکمونو مطابق پر ټاکلې نېټې د ولايتي شوراګانو ټاکنو نه ترسره کيدو په اړه چې د اساسي قانون له حکمونو څخه څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي او همدارنګه د  اساسي قانون د۶۲ مادې له حکم سره د ټاکنو قانون د ۳۸ مادې د لومړۍ فقرې د څلورم بند د مخالفت په اړه تر بحث وروسته پرېګړه وشوه چې په دې اړه يوه اعلاميه چمتو او د رسنيو له لارې دې خپره شي، څو د مسوولو بنسټونو له‌خوا د اساسي قانون حکمونو د نقض مخينوي په برخه کې عملي اقدامات وشي.