ملي دفاع وزارت د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۹ د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ ولمانځله. دغه مراسم چې د ياد وزارت د مطبوعاتو په تالار کې جوړ شوي وو، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون مرستيال ښاغلي قضاوتيار محمد عارف حافظ، د ستردرستيز مرستيال ښاغلي ډګرجنرال عبدالحمید خان، د پرسونل او تعليماتو برخې مرستيال ډګر جنرال اقبال علی، د حقوقو برخې مرستيال ډګر جنرال غلام فاروق نصيری او يو شمېر جنرالانو، افسرانو او کارکوونکيو پهکې ګډون کړی وو.
مراسم د کلام الله مجید د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شول، ورپسې د ملي دفاع وزارت د حقوقو رياست مرستيال ښاغلي نقيب الله احمدزي د کميسيون مرستيال ته په ښهراغلاست ويلو سره د اساسي قانون د تصويب پنځلسمې کليزې له امله ګډونوالو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د هېواد اوسنيو شرایطو ته په پام سره د ملي دفاع وزارت د حقوقي برخې منسوبان پر دې توانيدلي چې د يو طرزالعمل په جوړلو سره د وسلهوالو نښتو په سمو کې د ماشومانو ژغورنې، بشري حقونو او له اداري فساد سره د مبارزې په اړه افسرانو او سرتيرو ته پوهاوی ورکړي.
هغه د اساسي قانون تطبیق د ټولو افغانانو مکلفيت وباله او زياته يې کړه چې ملي دفاع وزارت ژمن دی څو په خپلو اړوندو چارو کې د اساسي قانون حکمونه په سمه توګه پلي کړي.
له هغه وروسته ښاغلي قضاوتيار حافظ په ملي دفاع وزارت کې د اساسي قانون ملي اوونۍ د لمانځنې له امله مننه وکړه، قانون يې د بشري ټولنې له مهمو اړتياوو څخه وباله او همدارنګه يې د اساسي قانون د ۴،۵ او ۵۰ مادو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
هغه له اساسي قانون څخه د ملي وثيقې په توګه يادونه وکړه او د افغانستان ټول ابتاع يې مکلف وګڼل څو د هغه له ارزښتونو څخه ملاتړ او په تطبیق يې همکاري وکړي.
د کميسيون مرستيال ټينګار وکړ چې په اساسي قانون کې اسلامي ارزښتونه، بشري حقونه، ډيموکراسۍ او د اتباعو ازادي تسجيل شوې او په تطبیق سره يې ټولنه د ثبات او پرمختګ خوا ته ځي.
له هغه وروسته ښاغلی اقبال علي د نافذه اساسي قانون د ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د دغه اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو وجودي فلسفه د هغو په تطبیق کې ده، له همدې امله ويلی شو چې اوسنی اساسی قانون يو تر ټولو ارزښتناک او د هېواد په ټولو اتباعو پورې اړوند قانون دی.
په پای کې په افغانستان کې د خوڅ ملاتړ ماموريت حقوقي سلاکارل ستيل شاين د اساسي قانون او د هغه د ملي ارزښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونه په افغانستان کې له ډيموکراټيکو ارزښتونو او د نظام ملاتړ ته ژمن دي.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.