د مشرانو جرګې له‌خوا د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ ولمانځنه

د افغانستان د ملي شورا مشرانو جرګې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون سره په همغږۍ د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۴ مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د اساسي قانون د تصويب پنځلسمه کليزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځله.

دغه غونډه چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون رييس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال ښاغلي محمدعلم ايزديار، د تقنين، عدلي او قضايي رييس کميسيون ښاغلي غلام محي الدين منصف، يو شمېر سناتورانو او د دارالانشاء رياست يو شمېر کارکوونکيو په‌کې ګډون کړی وو، د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت او ملي سرود په غږولو سره پيل شوه.

لومړی ښاغلي محمد علم ايزديار د اساسي قانون د تصويب پنځلسمې کليزې په مناسبت ګډونوالو ته مبارکي وويله خو زياته کړه چې يوازې د دغه قانون د تصويب کليزې لمانځل کفايت نه‌کوي، بلکې هر کال باید په دغه ورځ د تېرو ستونزو جاج واخېستل شي او راتلوونکي له‌پاره کره پلانونه تر لاس لاندې ونيول شي څو له دې لارې په هېواد کې د قانون حاکميت ته لاره هواره شي.

هغه زياته کړه چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون له اساسي قانون څخه د سرغړونو د مخنيوي په برخه کې يوازې څارنيز رول لري، چې دې کار يو لړ ستونزې راولاړې کړي او باید په راتلوونکې کې دغه رول اجرائيوي شي.

 ورپسې ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمدقاسم هاشمزي په خپلو خبرو کې د اساسي قانون د تصويب د پنځلسمې کليزه له امله ګډونوالو ته مبارکي وويله او د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د دندو او واکونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه چې د قانون حاکميت په برخه کې د کميسيون پرېکړې مشورتي رول لري، خو بيا هم هڅه کوو څو د اساسي قانون د نقض مخنيوي وکړو.

ورپسې ښاغلي مولوي غلام محي الدين منصف په افغانستان کې د اساسي قانون د مخينې، ارزښت او تطبیق په اړه ګډونوالو معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې د قانون ارزښت هغه مهال مطرحه کېږي چې په ټولنه باندې حاکم شي او خلک او دولت يې حکمونو ته درناوی ولري.

په پای کې د مشرانو جرګې د دارالانشاء مرستيال ښاغلي تيمورشاه قويم په خپلو خبرو کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلوک کميسيون څخه له دې امله مننه وکړه چې په داوړ مراسمو سره هڅه کوي څو په هېوادوالو کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي کچه لوړه او له دې لارې په هېواد کې د اساسي قانون حاکميت ته زمينه برابره کړي.  

غونډه د هېواد او خلکو د خير ښيګڼې په اړه د دعايې په لوستلو سره پايته ورسيده.