په علومو اکاډمۍ کې د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ ولمانځل شوه

د اساسي قانون ملي اوونۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د علومو اکاډمۍ په مطبوعاتي تالار کې ولمانځل شوه چې په‌کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون منشي او غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي، د علومو اکاډمۍ سرپرست ښاغلي ډاکټر عبدالظاهر شکیب، د دغه بنسټ رئيسانو او يو شمېر کارکوونکي ګډون کړی وو.

مراسم د کلام الله مجید د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شول، ورپسې ښاغلي ډاکټرعبدالظاهر شکيب ښاغلي ډاکټر هروي او ور سره پلاوي ته يې په ښه راغلاست ويلو سره زياته کړه چې هيڅ ټولنه له قانون پرته نه‌شي تظيميدی او قانون د خلکو او ټولنې د ژوندانه د انسجام سرچينه ده.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د اساسي قانون د مخينې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون په نامناسبو شرایطو کې چمتو شو، خو د خلکو اړتياوې يې په هر اړخيز ډول په پام کې نيولي او هېواد سياسي نظام د درې ګونو قواوو د تفکيک پر بنسټ رامنځته شوی دی.

وروسته ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي په علومو اکاډمۍ کې د اساسي قانون د تصويب پنځلسمې کليزې د لمانځنې له امله په مننې سره د اساسي قانون درناوی او تطبیق د ټولو افغانانو مسووليت وباله، د ولسمشر، دولت او تباعو د دندو او مسووليتونو په اړه يې تفصيلي بحث وکړ او زياته يې کړه چې کميسيون د اساسي قانون تطبیق په برخه له ځينو ستونزو سره مخ دی.

د کميسيون منشي د ولسمشرۍ ټاکنو درې مياشتنی ځنډ، د ولسي جرګې د کارې مودې غځول او ړ ولسواليو، ښارواليو او ښارواليو شوراګانو ټاکنو نه ترسره کيدل د اساسي قانون د حکمونو تر ټولو عمده سرغړونې وګڼلې او زياته يې کړه چې مسوول بنسټونه بايد د اساسي قانون د حکمونو د تطبیق په برخه کې لاډېرې هڅې وکړي.

په پای کې ګډونوالو د اساسي قانون د حکمونو د تطبیق په برخه کې ځينې پوښتنې مطرحه کړې چې د ډاکټر هروي له‌خوا ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکول شول.