په لويه څارنوالۍ کې د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ ولمانځل شوه

لويې څارنوالۍ د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون سره په همغږۍ د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۳ مه د اساسي قانون د تصويب پنځلسمه کليزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځله.

دغه غونډه چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون مرستيال ښاغلي قضاوت‌يار محمد عارف حافظ، د هېواد لوی څارنوال ښاغلي فريد حميدي، د لويې څارنوالۍ مرستيالانو، رئيسانو او يو شمېر کارکوونکيو په‌کې ګډون کړی وو، د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت او ملي سرود په غږولو سره پيل شوه.

لومړی ښاغلي فريد حميدي د نافذه اساسي قانون د تصويب بهير ته په اشاري سره د دغه قانون د ارزښت په اړه خبرې او هغه يې د افغانانو د څو لسيزو مبارزو پايله وبلله. نوموړي زياته کړه: « د هېواد نافذه اساسي قانون نه يوازې د ۱۳۸۲ کال د لويې جرګې بلکې د افغانانو د څو لسيزو مبارزو لاسته راوړونه ده چې بالاخره په دې بريالي شول څو داسې يو اساسي قانون تصويب کړي چې د سيمې په کچه بې‌ساری بلل کېږي.»

نوموړي څارنوالان د اتباعو د حقونو لومړني مدافعان وبلل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هغوی له حقونو څخه دفاع کوي.

 ورپسې ښاغلي قضاوت‌يار محمد عارف حافظ په خپلو خبرو که لويې څارنوالۍ سره څخه له دې امله مننه وکړه چې هرکال د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ په شاندارو مراسمو سره لمانځي. او د اساسي قانون ۱۳۴ مادې ته په اشارې سره د لويې څارنوالۍ له کارکوونکيو څخه وغوښتل څو په خپلو کړنو کې د دغه ارګان د خپلواکۍ اصل په پام کې ونيسي او د قوانينو په رڼا کې بې پري اجراآت وکړي.

هغه زياته کړه چې د اتباعو له حقونو او وجايبو څخه ساتنه په مستقيم ډول په لويې څارنوالۍ پورې اړه لري او دغه بنسټ بايد په دې برخه کې خپل رول په لاښه توګه اداء کړي.

په پای کې د لويې څارنوالۍ د قضايي تعقيب برخې مرستيال ښاغلي ډاکټر غلام حیدر علامه د اساسي قانون او جزايي عدالت پر موضوع بحث وکړ او زياته يې کړه چې په پرمختلليو هېوادونو کې خلکو، دولت او مدني ټولنې ځانونه له قوانينو سره عيار کړي، له همدې امله ده چې په يادو هېوادونو کې قوانين په سمه توګه حاکم شوي دي.

هغه پر افغان دولت، مدني ټولنې او خلکو هم غږ وکړ چې ځانونه له قوانينو سره عيار کړي او د قانون احکام پر ځانونو تطبيق کړي.  

غونډه د هېواد او خلکو د خير ښيګڼې په اړه د دعايې په لوستلو سره پايته ورسيده.