په حج او اوقافو وزارت که د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ ولمانځل شوه

د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ د مرغومي په ۱۹ مه نېټه له غرمې وروسته د حج او اوقافو وزارت د مطبوعاتو په تالار کې ولمانځل شوه چې په‌کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون مرستيال ښاغلي قضاوت‌يار محمد عارف حافظ، د حج او اوقافو وزارت د علمي ټولګې لوی رييس ښاغلي مفتي حجت الله نجیح ، يو شمېر رئيسانو او کارکوونکيو ګډون کړی وو.

محفل د قاري برکت الله سلیم له‌خوا د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې ښاغلي حجت الله نجیح غونډې ته د کميسيون پلاوي له راتګ څخه په راغلاست ويلو سره د اساسي قانون درېيمې مادې ته په اشارې سره وويل: « په افغانستان کې هيڅ قانون نه‌شي کيدی چې د اسلام سپڅلي دين له معتقداتو او حکمونو سره مخالفت کې وي».

هغه زياته کړه چې دغسې موارد د نورو هېوادونو په اساسي قوانينو کې ډېر کم ليدل کېږي.

ورپسې ښاغلي قضاوت‌يار محمد عارف حافظ په حج او اوقافو وزارت کې د اساسي قانون ملي اوونۍ له لمانځنې څخه په مننې سره د اساسي قانون د لومړۍ او دويمې مادې په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او خلک يې مسلمانان دي. هغه د اساسي قانون له حکمونو څخه د خلکو په پوهاوي کې د علماوو پر رول خبرې وکړې او له هغوی نه يې وغوښتل څو په دې برخه کې خپل رسالت اداء کړي.

نوموړي همدارنګه د اساسي قانون د درېيمو او اوومو مادو د احتمالي تضاد او تناقض په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې افغانستان تر اوسه له کابو ۱۱۳ بين المللي کنوانسيونو سره ملحق شوی او علما‌ء بايد دغه کنوانسيونونو کې بياکتنه وکړي او کوم چې د افغانانو او اسلام مبارک دین له مفاداتو او روحيې سره په ټکر کې دي، بايد افغانستان بېرته ورڅخه راووځي.

په پای کې ګډونوالو د اساسي قانون په اړه يو لړ پوښتنې مطرحه کړې چې د ښاغلي قضاوت‌يار حافظ له خوا ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.