په ټولګټو چارو وزارت کې د اساسي قانون د تصويب پنځلسمه کليزه ولمانځل شوه

د اساسي قانون د تصويب پنځلسمه کليزه د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۲ مه د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون په همغږۍ په ټولګټو چارو وزارت کې ولمانځل شوه چې په‌کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون منشي او غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي، د ټولګټو چارو وزارت د حفظ او مراقبت برخې مرستيال انجينر عبدالرحمن صلاحی او د ياد وزارت يو شمېر رئيسانو او کارکوونکيو ګډون کړی وو.

غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

لومړی ښاغلي انجينر عبدالرحمن صلاحي په‌خپله پرانستوونکې وينا کې ميلمنو ته په ښه راغلاست ويلو سره د اساسي قانون د ښيګڼو او د ټولنې او هېواد په ثبات کې د هغه د رول په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: « اساسي قانون د قوانينو د مور په توګه د نظام ډول، قواوو د تفکيک اصل او د اتباعو حقونه مشخصوي چې دغه چاره د هېواد او ټولنې پرمختګ او ثبات ته زمينه برابروي.»

نوموړي زياته کړه چې د ټولګټو چارو وزارت په‌خپلو کاري پروګرامونو کې د اساسي قانون موادو تطبیق ته ژمن دی، ځکه چې د اساسي قانون د حکمونو په سم تطبیق سره د نورو قوانينو تطبیق ته هم زمينه برابرېږي.

له هغه وروسته ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون او نورو دولتي ادارو له‌خوا د اساسي قانون ملي اوونۍ شانداره لمانځنې ته په اشارې سره، د دغې اوونۍ د تجليل د ارزښت په اړه خبرې وکړې او هغه يې د اساسي قانون له موادو څخه د خلکو په پوهاوي او د قانون‌ حاکميت په برخه کې مهمه چاره وبلله.

ښاغلي ډاکټر هروي د اساسي قانون د پنځمو او شپږمو مادو په تشريح سره د حکومت د دندو او مکلفيتونو په اړه ګډونونوالو ته معلومات ورکړل او په دې تړاو يې د ټولګټو چارو وزارت دندې او مکلفيتونه هم مشخص کړل.

غونډه د هېواد او خلکو د خير ښيګڼې په اړه د دعايې په لوستلو سره پايته ورسيده.