په عدليې وزارت کې د اساسي قانون اوونۍ ولمانځل شوه

عدليې وزارت د  روان ۱۳۸۹ کال د لندۍ مياشتې په ۱۸مه د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون سره په همغږۍ د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ ولمانځله چې په‌کې د ياد وزارت وزير ښاغلي ډاکټر عبدالبصير انور، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون غړي ښاغلي ډاکټر عبدالله شفايي او د نوموړي وزارت مرستيالانو، رييسانو او يو زيات شمېر کارکوونکيو ګډون کړی وو.

غونډه د کلام الله مجید د مبارکو آياتونو په تلاوت او ملي سرود سره پيل شوه.

ورپسې د عدليې وزارت د قانون‌جوړونې او حقوقي څېړنو انستيتوت عمومي رييس ښاغلي عبدالمجید غني‌زاده په خپلې پرانسوونکې وينا کې ميلمنو ته د ښه‌راغلاست ويلو ترڅنګ په افغانستان کې د اساسي قانون‌پالنې مخينې ته ځغلنده کتنه وکړه او د هېواد په نافذه اساسي قانون کې يې د وړاندويل شويو قوانينو او همدارنګه يې د ياد وزارت د لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه: «د افغانستان په نافذه اساسي قانون کې چې په ۱۳۸۲ کال د لويې جرګې له‌خوا تصويب شو، د ۹۷ قوانينو وړاندوينه شوې چې له نېکه مرغه ۹۰ تقنيني طرحې پروسس، تصويب او نافذه شوې او پر ۷ نورو هم کار روان دی.»

نوموړي همدارنګه وويل چې عدليې وزارت پر دې توانيدلی څو په تېرو څلورو کلونو کې ۴۰۰ تقنينی سندونه طرحه او پروسس کړي.

له هغه وروسته ښاغلي ډاکټر عبدالبصير انور د هېواد نافذه اساسي قانون له ښيګڼو څخه يادونه وکړه او له هغه څخه پوهاوی او تطبیق يې د هر هېوادوال مسووليت وګاڼه.

نوموړي همدارنګه د جوماتونو امامانو، د ښوونځيو او پوهنتونونو استادانو، رسنيو، مدني ټولنې او سياسي ګوندونو رول له اساسي قانون څخه د هېوادوالو په پوهاوي او په ټولنه کې د حاکميت بنسټيز کيدو کې مهم وباله او له هغوی نه يې وغوښتل څو په دې برخه کې خپل هېوادنی مسووليت ادا‌ء کړي.

ښاغلي ډاکټر عبدالله شفايي د دې ترڅنګ چې د قانون حاکميت او قانون پالنې په برخه کې يې د عدليې وزارت له لاسته راوړنو ستاينه وکړه، د اساسي قانون د ښيګڼو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته يې ګړه چې د هېواد نافذه اساسي قانون د دې ترڅنګ چې د نظام ډول او قواوو تفکيک اصل يې په پام کې نيولی، د اتباعو ټول حقه حقونه يې هم په ډېره څرګنده توګه توضيح کړي چې په سم تطبیق سره يې هېواد له روانو ناخوالو څخه ژغول کيدی شي.

په پای کې د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو مرستيالې آغلې ذکیه عادلي په خپله وينا کې په افغانستان کې د اساسي قانون مخينې ته اشاره سره د هېواد نافذه اساسي قانون اتهم هغه وباله چې په ډيموکراټيکه بڼه د خلکو د استازيو له‌خوا د لويې جرګې له لارې تصويب شوی او روانو حالاتو ته په کتنه يې د ټولنې اړتياوو ته پوره پام‌لرنه کړې ده.

غونډه هېواد او هېوادوالو ته  خير دعايې په لوستلو سره پایته ورسيده.